د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

زیاتو ورښتونو، سیلونو او ږلۍ؛ فراه، کندهار او هلمند کې تر ۳۰ زیات کسان وژلي


وروستیو پرلپسې سختو ورښتونو او له کبله یې راوتلو سیلابونو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو، په ځانګړې توګه په فراه، هلمند، کندهار، بادغیس او شاوخوا سیمو کې خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.

فرا کې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله

تر ټولو ډېر بشري تلفات په فراه ولایت کې خلکو ته اوښتي دي. دغلته د پېښو په وړاندې د مبارزې او چمتوالي ادارې د سه‌شنبې په ورځ وویل، چې د دې ولایت په پشتکوه ولسوالۍ کې د سېلاب له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۱ کسان مړه او ۵ نور ټپیان شوي دي. د یاد ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي ریاست وايي، یاد کسان د درېیو کورنیو غړي دي، چې د تفرېح په موخه غره ته تللي وو. خو په سیمه کې ځینو نورو سرچینو ازادي راډیو ته وویل، چې په فراه کې د سیلابونو له کبله د مړو شمېر له ۲۳ تنو اوښتی او ځینې کسان ورک دي.

د سیمې یو شمېر اوسېدونکو وویل، چې له توند باد او ځینو سېمو کې له ږلۍ سره ملو ورښتونو او سیلابونو د فراه په ګڼو نورو سیمو کې هم خلکو ته درانه زیانونه اړولي.

د فراه رود ولسوالۍ یو اوسېدونکي ازادي راډیو ته وویل:
"د هرات-کندهار پر لویه لاره پر دې پرته سیمه، فراه رود کې، چې زه اوسیږم، خلکو ته سخت زیانونه اوښتي. ما د لمریزې انرژۍ هندارې درلودې، یوه دانه یې هم جوړه نه ده پرېښې، ټولې ماتې شوې دي. د خلکو هر څه سیلابونو ویجاړ کړي."

د نور رحمن په نوم د فراه یو بل اوسېدونکي، ازادي راډیو سره خبرو کې ویره وښودله، چې د مرګ ژوبلې شمېره ښايي تر دې زیاته لوړه وي.

تر فراه وروسته کندهار زیات زپلی

د کندهار په ولایت کې بیا د پېښو په وړاندې د مبارزې او چمتوالي د ادارې چارواکو د کندهار ښار په پنځمه ناحیه کې د سه‌شنبې په ورځ د ناڅاپي سیلاب راوتلو له کبله د درې نجونو مړینه تایید کړې ده.

همدې ادارې په یوه بله اعلامیه کې ویلي، چې په کندهار کې د یوې بلې کوچنۍ ماشومې سیل وړی جسد موندل شوی، او د کندهار په اوومه ناحیه کې بیا چارواکو د یو کور د چت د نړېدو په پېښه کې د څلورو تنو مړینه تایید کړې، چې پکې ماشومان هم شامل دي.

د کندهار یو اوسېدونکي ازادي راډیو ته وویل:
"د کندهار په اوومه ناحیه کې هغه کور، چې خونې یې سر په سر وي، د بارانونو له کبله نړېدلی، چې پکې درې ښځې او یوه ماشومه وژل شوې ده."

د کندهار چارواکو بیا ویلي، چې په کور کې په وژل شویو څلورو تنو کې دوه هلکان، یوه ماشومه نجلۍ او یوه مېرمن شامل دي. د کندهار په مرکز سربېره، په معروف او ځینو نورو ولسوالیو کې هم د سختو بارانونو له کبله سیلابونه راغلي، چې د ځايي اوسېدونکو په وینا یې زیانونه اړولي دي.

هلمند، بادغیس او نورو سیمو کې هم زیانونه اوښتي

په هلمند کې هم سخت بارانونه او سیلابونه خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي دي.

د سنګین ولسوالۍ یو اوسېدونکي ازادي راډیو ته وویل:
"د سنګین ولسوالۍ د شهزادې په سیمه کې یوه خونه نړېدلې، چې دوه کوچنیانې پکې وژل شوې."

د هلمند د موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکو هم ازادي راډیو ته ویلي، چې دغلته سیلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي، او د تګ راتګ لارې یې بندې کړي دي.

د بادغیس ولایت یو اوسېدونکي ازادي راډیو ته وویل، چې په دې ولایت کې هم سیلابونه راوتلي او خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

د سختو واورو له امله لارې بندې شوې

که له یوې خوا د افغانستان په تودو سیمو کې خلک د سختو بارانونو او سیلابونو له کبله زیانمن شوي، په سړو ولایتونو کې د سختو واورو ورېدو له امله د لارو بندېدو او خلکو ته د نورو ستونزو د پېښېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

په دې لړ کې، د سختې واورې ورښت د سه‌شنبې په ورځ د سالنګ لویه لاره، چې کابل د افغانستان له شمالي ولایتونو سره وصلوي، تړلې وه.

د بامیانو، دایکنډي، بدخشان او تخار له ځینو سیمو هم د سختو واورو د ورېدو په پایله کې د ځینو لارو د تړل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

افغانستان د نړۍ له هغو ګوتو په شمېر هېوادونو څخه دی، چې اقلیمي بدلون سخت زپلی. متخصصان دا ډول ناڅاپي او کم‌ساري سیلابونه، پرلپسې بې‌وخته ورښتونه، زیاتې واورې او کله ناکله بیا سختې وچکالۍ د همدې نړیوال اقلیمي بدلون اغېزې بولي، او وايي، چې افغانستان په ورته وخت کې د هغو هېوادونو په ډله کې هم دی، چې د اقلیمي بدلون د اغېزو د مهارولو لپاره تر ټولو کم چمتووالی لري.

XS
SM
MD
LG