د سویس حکومت د حمل میاشتې په وروستیو کې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره نوې تګلاره اعلانوي.
په افغانستان کې د ۱۴۰۴ لمریز کال په رارسېدو سره یو شمېر افغانان وايي، سږنی نوروز د پخوا په څېر نه دی، او د اوسنیو شرایطو، اقتصادي ستونزو او د ټولنیزو محدودیتونو له امله یې دا ورځ نه ده نمانځلې.
تورخم دروازه لا هم د مسافرو د تګ راتګ پر مخ بنده ده.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي په کابل کې د طالبانو له زندان څخه د یو امریکايي وګړي د خوشې کیدو خبر ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي په افغانستان کې په روان ۲۰۲۵ کال کې په بشري چارو کې مداخلې یې د کارونو او اړمنو ته د مرستو رسولو پروړاندې تر ټولو لویه ننګونه ده.
که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وار وار ژمنه کړې چې خلکو ته به د کار زمینه برابروي خو په دغه هیواد کې د بېلابیلو ولایتونو اوسېدونکي د بیکارۍ له امله شکایت لري.
نن د افغانستان په سړو سیمو او ولایتونو کې د نوي تعلیمي کال لومړۍ ورځ ده.
دا څلورم پرله پسې کال دی چې د افغانانو لرغونی او کلتوري جشن ( نوروز) هیڅ ډول رسمي مراسم نه لري. طالبانو واک ته له بیا رسېدو وروسته د نوروز رسمي رخصتي او مراسم لغو کړل خو وې ویل چې خلک خپلې پسرلنۍ میلې کولای شي. سبا جمعه د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال لومړۍ نیټه یا د نوروز ورځ ده.
نور راوښيه