تورخم کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه تر نن ( پنجشنبې) سهار وختي پورې هم روانه وه.ځایي اوسېدونکي وایي، الوتکې هم ګرځېدلې.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي، چې د طالبانو مشر ملا هبتالله خپل واک پراخ کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ناوخته (د مارچ ۵مه) په یوه خبرپاڼه کې تأیید کړې چې د سهشنبې په ورځ د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار، او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والتز ترمنځ ټیلیفوني خبرې شوي دي.
ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکا ته د افغانستان، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو د وګړو پر سفر بندیز ولګوي.
د روغتیا نړیوال سازمان «ډبلیو اچ او» وایي په افغانستان کې ساري ناروغۍ زیاتې شوي او خبرداری یې ورکړی چې د دغه هېواد فلج شوی روغتیایي سیستم د دې ناروین سره د مبارزې په هڅه کې دی.
په داسې حال کې چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبه له اسلام اباده دغه هیواد ته د افغان پناه غوښتونکو د یوې ډلې د انتقال پلان لري.
د امریکا ولسمشر ویلي په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايی سرتیرو د وتلو پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې د شوې ځان مرګې برید طرحه کوونکې چې له ۱۳ امریکايي سرتیرو په کې ووژل شول نیول شوی دی.
د قزاقستان د بهرنیو وزارت وايي، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې په الماتا کې د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د یو سیمه ییز مرکز د جوړولو پرېکړه لیک تصویب کړ.
په تورخم کې د افغانستان او پاکستان د پوله ساتو ترمنځ تر سختو جګړو وروسته سلګونه کسانو خپلې مېنې پریښي او خوندي ځایونه تللي دي. ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، تورخم کې لا هم وضعیت بشپړ نظامي دی او عامو خلکو ته دروازې ته د نژدې کېدو اجازه نه ورکول کیږي.
نور راوښيه