د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

د امریکا ولسمشر وايي، طالبان باید د امریکا وسلې بېرته ورکړي


ولسمشر ټرمپ
ولسمشر ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د پاتې امریکايي وسلو په بېرته ترلاسه کولو ټینګار کړی.

ښاغلي ټرمپ د شنبې په ورځ، د کب ۴ مه، د فبرورۍ ۲۲ مه د امریکا د محافظه‌کارانو په لویه غونډه کې وویل چې امریکا افغانستان ته په کلني ډول له ۲ تر دوه نیم ملیارده ډالره ورکوي خو دوی یې په بدل کې په دې هیواد کې پاتې شوي امریکايي وسلې غواړي.

ښاغلي ټرمپ وویل چې طالبان دا وسلې او تجهیزات پلوري.

«که ټاکل شوې چې دا پیسې دوی ته ورکړو، نو زموږ پوځي تجهیزات دې بېرته راوسپاري. هغوی ټانکونه، زغرګاډي، د شپې عینکې لري، ان له هغو څخه ښه چې موږ یې لرو، بالکل نوي، دا د باور وړ نه ده.»

نوموړي د طالبانو کلني پوځي رسمي ګذشت ته په اشارې په ټینګار وویل چې د طالبانو له خوا د امریکايي تجهیزاتو د پوځي رسم ګذشت لیدل یې سخت غوسه کوي.

دونالد ټرمپ یوه امریکایي چارواکي ته دنده وسپارله چې له طالبانو څخه د امریکایي پوځي تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو لپاره یوه طرحه چمتو کړي.

ټرمپ په خپله وینا کې یو کس ته چې "داګ" نومېږي، اشاره وکړه او له هغه یې وغوښتل چې په دې برخه کې اقدام وکړي.

هغه د داګ ستاینه وکړه او ویې ویل: «دی دا کار کولی شي، ځکه چې دی یو متشبث (کاروباري) شخصیت دی.»

ومو غوښتل د امریکا د ولسمشر د تازه څرګندونو په اړه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد نظر هم ولرو خو نوموړي د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو له دې مخکې د طالبانو یوې دولتي سرچیني ازادي راډیو ته

ټرمپ، د طالبانو له خوا د امریکايي تجهیزاتو د پوځي رسم ګذشت لیدل یې سخت غوسه کوي

ویلي و چې په تېرو شلو کلونو کې دوی د ناټو او امریکا په وړاندې په جګړه کې پراخې قربانۍ ورکړي او د هغه په خبره د دې قربانۍ په بدل کې به امریکا ته ان یوه مرمۍ هم بېرته ورنه کړي.

د سیاسي چارو پوه اسحاق اتمر وايي که امریکا پر طالبانو فشار راوړي ښايي طالبان د یوې معاملې په ترڅ کې دا وسلې او تجهیزات امریکا ته وسپاري.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "که رښتیا هم امریکایان په خپلې دې پرېکړه کې جدي وي نو کولای شي داسې لارې ومومي چې له مخې یې دا وسلې ترلاسه کړي، یا دا چې پر طالبانو فشارونه دومره زیات کړي چې دوی خپله حاضر شي چې د یوې معاملې یا هوکړې له مخې دا وسلې بېرته امریکا ته وسپاري. "

له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال په دې هیواد کې د ملیاردونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پاتې شوي دي.

دا لومړی وار نه دی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغو پوځي تجهیزاتو غوښتنه کوي بلکي نوموړي تر دې وړاندې هم د بایډن د ادارې له لوري د ملیاردونو ډالرو په ارزښت د دغه وسلو او تجهیزاتو پاتې کېدل تېروتنه بللې وه او ویلي وو د دې تجهیزاتو د پاتې کېدو لپاره هیڅ دلیل موجود نه وو.

نوموړي د امریکا د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو پر مهال هم ویلي و چې له افغانستان سره مرستې به د امریکايي وسلو په بېرته سپارلو پورې تړلې وي.

د ویلو ده چې امریکا په تېرو دریو کلونو کې په بشري په برخه کې له افغانستان سره تر ټولو ډېرې مرستې کړي دي.

XS
SM
MD
LG