د دغه مرکز مشر احمد قریشي ازادي راډیو ته وویل چې د دغو رسنیو دوه کارکوونکي لا هم د طالبانو په توقیف کې دي او دفترونه یې نه دي پرانیستل شوي. د طالبانو حکومت شنبه اعلان کړی وو چې بېګم او ځوانانو راډیو ته یې بیا د نشراتو اجازه ورکړې ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې «یو این اومن» یو ځل بیا د افغان ښځو او نجونو ملاتړ اعلان کړی دی.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د پاتې امریکايي وسلو په بېرته ترلاسه کولو ټینګار کړی.
د جرمني له پارلماني ټاکنو سره هم مهاله په دغه هیواد کې یو شمیر میشت افغانان وايي، هیله من دي چې نوی حکومت یې ستونزې هوارې کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي هغه افغانان چې امریکا یې خپل هیواد ته ته بیايي، د غیر قانوني کډوالو په توګه به وپېژندل شي او له دې هیواده به وایستل شي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون (شنبې) په مریلنډ کې د امریکا د محافظهکارانو په لویه غونډه کې یو ځل بیا په افغانستان کې د پاتې امریکايي وسلو د بېرته ترلاسه کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
په ترکيه کې یو شمېر افغان کډوالې وایي چې له ګڼو ستونزو لکه د قانوني اسنادو نشتوالی، د کار نهلرل، روغتیایي او تعلیمي خدماتو ته نهلاسرسی، او د شړلو له ګواښ سره مخامخ دي.
د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحق ډار وايي دوی ته اړ شول چې له افغانستانه د بریدونو په اړه عکس العمل وښيي.
د جرمني د فیبرورۍ ۲۳ سراسري ټاکنو ته د نږدې کېدو سره، د جرمني لپاره بدیل (AfD) ګوند د لا زیات ملاتړ ترلاسه کولو په حال کې دی، خو هممهاله له سختو مخالفتونو سره هم مخامخ دی. خلک دا ګوند تورنوي چې د کډوالو له لوري د تاوتریخوالي پېښو څخه د سیاسي موخو لپاره ګټه اخلي.
په افغانستان کې یو شمېر ښځې او نجونې وایي چې د وینې په کمښت اخته شوي خو د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای درملنه نه شي کولی.
په بادغس کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا ریاست په دې ولایت کې د ګوزڼ (پولیو) د یوې مثبتې پېښې خبر ورکړى.
د افغانستان د آزادهګانو د ملي جبهې په نوم یوه بنسټ له نړیوالې جزایي محکمې په افغانستان کې په جنګي جرمونو د تورونو کسانو د نیولو غوښتنه کړې.
نور راوښيه