د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان یا AJSO وايي که څه هم د بېګم راډيو خپلې خپرونې له سره پیل کړي دي خو د دې راډيو دوه نیول شوي کارکونکي لا هم د طالبانو په بند کې دي.
دغه سازمان نن سې شنبه ( د کب په ۷مه) په یوه اعلامیه کې د دغو خبریالانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
د دې سازمان مرستیال بصیر احمد دانشیار ازادي راډيو ته وویل"که څه هم مسولینو ژمنه کړې وه چې د بېګم راډيو کارکونکي به خوشي کړي او په دې اړه موږ د بېګم راډيو د یو مدیر سره هم خبرې کړې وې او دا یې تاييد کړې وه، خو له بده مرغه اړوند مسولینو په خپله ژمنه وفا ونه کړه او دواړه کارکونکې لا هم په بند کې دي،موږ تمه لرو چې د بېګم راډیو کارکونکې ژر ترژره له بنده خوشې شي."
که څه هم د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ دغه سازمان دوه ورځې وړاندې د فبرورۍ په ۲۳ مه د بېګم راډيو د خپرونو د بیا پیل او د دغه راډيو د دوه کارکونکو د خوشې کېدو خبر ورکړی وو خو تازه یې په خپله اعلامیه کې ویلي چې نیول شوي کارکونکې لا هم د طالبانو په بند کې دي.
دغه سازمان دغه راز په افغانستان د رسنیو او بیان پر ازادۍ ټینګار کړی دی.
د بېګم راډيو د دغه کارکونکو د نیولو په اړه د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران او د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له دې وړاندې د فبرورۍ په ۲۲ مه اعلان کړی وو چې د بېګم راډيو ته یې یو وار بیا د فعالیت اجازه ورکړې ده.
د دغه راډيو دفتر د روانې فبرورۍ په لومړیو کې د طالبانو د استخباراتو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کارکونکو له لوري تړل شوې و.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هغه مهال ویلي وو چې بېګم راډيو پرله پسې تېروتنې کولې او دا چې په بهر کې یې د یو ټلویزیون لپاره مواد برابرول، د دوی نشراتي پالیسې یې نقض کوله او له کاري جوازه یې ناسمه ګټه اخیسته.
ویل شوي و چې طالبانو د دې راډيو دوه کارکونکې هم چې هویت یې نه وو معلوم نیولي دي.
په همدې حال کې یو شمېر افغان خبریالان وايي چې په رسنیو فشار او د دوی په وړاندې ګواښونه هغه څه دي چې اوس مهال یې په افغانستان کې د خبریالۍ کار سخت کړی او په کیفیت یې هم منفي اغیز کړی دی.
په تبعید کې یو افغان خبریال ظاهر بهاند په دې اړه ازادي راډيو ته وویل " په وروستیو کې ولیدل شول چې طالبانو بېګم راډیو وتړله او د دې راډیو ځینې کارکونکې یې ونیول، دې کار د خبریالانو جدي اندېښنې راپورته کړې، موږ خبریالان له نړیوالې ټولنې غواړو چې د خبریالانو وضعیت ته پام وکړي، تر څو د افغانستان د رسنیو او خبریالانو په وړاندې ستونزې یو څه راکمې شي."
د دغه راډيو د بندیدو او د کارکونکو د نیول کېدو په غبرګون کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما او د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ هم په دې اړه اندېښنه ښودلې او د بېګم راډيو د کارکونکو تر څنګ یې د ټولو هغو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې چې د بیان د ازادۍ له حق نه په استفادې د طالبانو له لوري نیول شوي دي.
بېګم راډیو د ۲۰۲۱ کال د مارچ په اتمه پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ پنځه میاشتې مخکې د ښځو د نړیوالې ورځې سره هم مهاله په کابل کې تاسیس او پرانستل شوه.