پاکستاني رسنیو د دوشنبې په ورځ (د کب ۶ مه/ فبرورۍ ۲۴ مه۹) راپور ورکړ چې د دغه هیواد حکومت به د چترال، سوات، او کابل سیندونو د پراخې انکشافي ارزونې لپاره د امکانسنجۍ څېړنه وکړي، چې د افغانستان خاورې ته د چترال سین د اوبو تر داخلېدو مخکې د دې سین د مسیر اړول پکې شامل دي.
د پاکستان نېشن ورځپاڼه وايي چې یوې رسمي سرچینې ورته وویل، دا څېړنه د اوبو سرچینو وزارت تمویلوي.
سرچینه زیاتوي، د اوبو د انتقال هدف د چترال، سوات، او کابل سیندونو د جریان تنظیم او د ۲۴۵۳ میګاواټه برېښنا تولید دی.
د اوبو د مدیریت افغان متخصص نظیم سمون وايي، د ۱۹۹۷ کال په کنوانسیون کې نړیوال سیندونه یا هغه سیندونه چې له یوه هیواده بل ته بهیږي، د اوبو د شبکې یا د اوبو د سیستمونو په توګه تعریف شوي دي ځکه چې د سیندونو خصوصیات داسی دي چې یو واحد سیند نه وي بلکې د مختلفو سیندونو یوه مجموعه وي چې بیا یوه سیندیزه حوزه جوړوي نو په دې اساس که یو هیواد د دې حوزې یو شریان بندوي یا یې بلې خوا ته اړوي، دا د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
«چترال د کابل د سیندیزې حوزې یوه مهمه څانګه ده، که چیري پاکستان د دې سین د اوبو مخه اړوي او له خپل داخلي بل سیند سره یې ګډوي نو دا د اوبو د نړیوالو قراردادونو خلاف عمل دی اونه به دا ډېره ممکنه وي چې پاکستان دې دا کار وکړای شي.»
د کونړ سین د خیبر پښتونخوا د مستوج له برخي سرچینه اخلي، چې د چترال په لوېدیځ کې د مستوج سین او په جنوب کې د چترال سین په نوم یادېږي. د چترال سین د اروندو چترال له لارې د افغانستان کونړ ولایت ته داخلېږي.
وروسته کونړ سین د جلالآباد په سیمه کې له کابل سین سره یوځای کېږي او نوم یې د کابل په سین بدلیږي. کابل سین بیا د مومند ولسوالۍ له لارې بیرته د خیبرپښتونخوا خاورې ته ننوځي.
تر دې وړاندې هند له خپلې خاورې پاکستان ته د بهیدونکو سیندونو په لاره کې د لویو بندونو د جوړولو پروژې پیل کړي چې د پاکستان اندېښنه یې پارولې او اعتراض یې پرې څرګند کړی دی.