د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۵

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي د بیګم او ځوانانو راډیوګانو دفترونه لا نه دي پرانیستل شوي


د بېګم راډیو سټوډیو
د بېګم راډیو سټوډیو

د دغه مرکز مشر احمد قریشي ازادي راډیو ته وویل چې د دغو رسنیو دوه کارکوونکي لا هم د طالبانو په توقیف کې دي او دفترونه یې نه دي پرانیستل شوي. د طالبانو حکومت شنبه اعلان کړی وو چې بېګم او ځوانانو راډیو ته یې بیا د نشراتو اجازه ورکړې ده.

یوه ورځ وروسته له هغه چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان وکړ چې بیګم او ځوانانو راډیوګانو ته یې د بیا فعالیت اجازه ورکړې، د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې د دغو دواړو راډیوګانو دفترونه لا نه دي پرانیستل شوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز مشر احمد قریشي ازادي راډیو ته وویل د دې تر څنګ چې د دواړو راډیوګانو دفترونه لا نه دي پرانیستل شوي، د دوی دوه کارمندان هم د طالبانو په توقیف کې دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د وزارت د خپرونو څانګې "د بیګم او ځوانانو راډیوګانو د بیا پرانستلو لپاره د دې راډیو ګانو د چارواکو له پرله پسې غوښتنو وروسته، د دې راډیوګانو د بیا پرانستلو جواز صادر کړ په دې شرط چې خپل پروګرامونه د افغانستان د اسلامي امارت [د طالبانو حکومت] د اصولو او د ژورنالیزم د اصولو پر بنسټ جوړ کړي او په راتلونکي کې له هر ډول سرغړونې څخه ډډه وکړي."

د افغانستان د خبریالانو مرکز، په داسې حال کې چې د دې راډیوګانو د پرانیستلو هرکلی کوي د رسنیو له قانون پورته په ځینو مواردو د دې راډیوګانو مکلف ګرځول او د دوو رسنیزو کارکوونکو توقیف غندي.

د خبریالانو دغه مدافع بنسټ د یادو راډیوګانو د کارکوونکو د سمدستي خوشې کیدو غوښتنه هم کړې ده.

په ورته وخت کې، د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي ازادي راډیو ته وویل:

«موږ د بیګم راډيو د بیا پرانستلو هرکلی کوو، دا یو مثبت ګام دی. په تیرو دریو کلونو کې، طالبانو ثابته کړې چې دوی د بیان آزادۍ، د معلوماتو آزاد خپریدو او د آزادو رسنیو فعالیتونو ته هېڅ متعهده نه دي، او په افغانستان کې یې د رسنیو په فعالیتونو سخت محدودیتونه لګولي دي. موږ هیله لرو چې د راډیو بیګم فعالیتونه به پرته له کوم شک او ځنډ څخه پیل شي.»

د بېګم او ځوانانو راډیو دفترونه د دلوې/سلواغې په ۱۶مه په کابل کې د طالبانو د استخباراتو ریاست او اطلاعات او فرهنګ وزارت له خوا تړل شوي وو.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت هغه وخت اعلان کړی وو چې ګواکې بېګم راډیو د "ډیرو سرغړونو" سربیره، یوې بهرنۍ رسنۍ ته پروګرامونه تولېدول او د دې رسنۍ دفتر د "پالیسی د سرغړونو" او د کار له جوازونو د "ناوړه ګټې اخیستنې" له امله تړل شوی دی.

په هماغه ورځ، د ځوانانو راډیو دفتر هم چې په وزیراکبرخان مېنه کې له بېګم راډیو سره په ګډه په یوه ودانۍ کې دی وتړل شو. طالب چارواکو د دې راډیو د کارکوونکو کمپیوټرونه، هارډ ډیسکونه او اسناد له پوښتنو ګرویګنو وروسته ضبط او د دواړو راډیوګانو یو یو خبریال یې هم ونیوه چې تر نن په توقیف کې دي.

بیګم او ځوانانو راډیو دوه آزادې او خصوصي رسنۍ دي چې په فرانسه کې د یوه میشت افغان پانګه وال حمید امان له خوا تاسیس شوي.

بیګم د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۸ مه په کابل کې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه میاشتې مخکې تاسیس شوه. د ځوانانو راډیو په ۲۰۱۱ کال کې تاسیس شوې وه او هدف یې د عامه پوهاوي لوړول او د خلکو او کلتورونو ترمنځ د خبرو دود یاد شوی.

د افغانستان د عامه رسنیو قانون، چې د طالبانو د حکومت لخوا هم پلي کیږي، وایي چې رسنۍ د خپلو مسلکي دندو په ترسره کولو کې آزادې دي او چارواکي باید دوی محدودې یا ونه ګواښي، خو طالبانو په مکرر ډول خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي دي.

افغانستان د بې پولې خبریالانو لخوا د ۲۰۲۴ کال د مطبوعاتو د آزادۍ په لیست کې د ۱۸۰ هیوادونو له ډلې څخه ۱۷۸م ځای لري. افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې په نړۍ کې ۱۵۲م مقام درلود.

د طالبانو په بیا واکمنېدو ګڼې رسنۍ د سیاسي او اقتصادي محدودیتونو په سبب تړل شوي او طالبانو یې په خپرونو باندې په پراخه کچه محدودیتونه لګولي دي.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG