د برګیمټال ولسوالۍ یوه کارکوونکي ګل زمان (جنا) ازادي راډیو ته وویل:د یکشنبې په ورځ یو ډاټسن موټر د برګیمټال ولسوالۍ له مرکز څخه پڅیګرام ته روان و چې په لاره کې د یو لرګین پل ماتیدو له امله خوړ ته پریوتی او په نتېجه کې يې دغه پېښه رامنځ ته شوې ده.
د مارچ د اتمې یا د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د خبریالانو ملاتړو بنسټونو ویلي چې افغان ښځینه خبریالانې له بې ساري فشار سره مخامخ دي. دوی ویلي، له دې محدودیتونو سره سره بیا هم دغه خبریالانې د حقیقتونو په برملا کولو کې د پام وړ رول لري.
که له یوې خوا په ایران کې ورځ تر بلې پر افغان کډوالو کړۍ تنګیږي، بل لورته په افغانستان کې بیا د ایران د ویزو متقاضیان زیات شوي دي. دوی وایي، له ناچارۍ دغه سفر ته اړ دي او د خپلو کورنیو د نفقې لپاره دغه سختۍ ګالي
د مارچ د اتمې یا د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر او یوشمېر نورو ډيپلوماتانو د افغان ښځو په ملاتړ غږونه اوچت کړي دي.
ایراني چارواکی وايي چې د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې، افغانستان ته د ایران د غیرنفتي صادراتو ارزښت شاوخوا دوه ملیارد ډالرو ته رسېده. په دې وروستیو کې چې د طالبانو او پاکستان اړینکې ترینګلې شوي او سوداګري تر ډېره اغېزمنه شوې ایا ایران د افغانستان د وارداتو او صادراتو لپاره بدیل کېدای شي؟
د کونړ اوسېدونکي وايي، د جګړو په تېرو کلونو، په ځانګړي ډول د نړیوالو ځواکونو د شتون پر مهال، پاکستان د القاعده او نورو وسلهوالو ډلو پر ضد د عملیاتو په پلمه لسګونه کیلومتره وړاندې تللی او حاکمې نقطې یې نیولې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان مرستندویه دفتر (یوناما) له طالبانو غوښتي چې پر افغان ښځو لګول شوي بندیزونه لرې کړي.
عبدالله، چې په پاکستان کې د «اې سي سي» کارت لرونکی افغان کډوال دی، وایي له تېرو پنځوسو کلونو راهیسې په دغه هېواد کې ژوند کوي او د موبایلونو د ترمیم له لارې د خپلې اوه کسیزې کورنۍ نفقه برابروي.
نړیوال نن د مارچ اتمه، د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ لمانځي. په دې مناسبت د بېلابېلو هېوادونو د مشرانو، نړیوالو ادارو او فعالانو د پیغامونو په سر کې له افغان ښځو سره د طالبانو د حکومت د چلند یادونه شوې.
نور راوښيه