د دې امنیتي ډیالوګ تنظیموونکي وايي، په افغانستان کې روان امنیتي ګواښونه، له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه پاکستان، سره اړیکې او د بشري حقونو وضعیت د دې ناستې د اجنډا مهمې برخې دي.
په دې غونډه کې د یو شمېر هېوادونو پر ډیپلوماټانو سربېره، د پخواني جمهوري نظام یو شمېر چارواکو او مدني فعالانو ګډونو کړی دی.
په بهرنیو ډیپلوماټانو کې د غوڼدې په ګډونوالو کې د افغانستان لپاره د امریکا شارژدا فیره کرن ډیکر، د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړی استازی محمد اصف درانی، د افغانستان لپاره د هندوستان سفیر او د نړیوالې ټولنې یو شمېر نور استازي ګډون لري.
د غونډې په افغان کډونوالو کې بیا د پخواني جمهوري نظام یو شمېر چارواکي، لکه د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ډاکټر رنګین دادفر سپنتا، د پخوانۍ ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي، د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل، او نور شامل دي.
همدارنګه د مدني ټولنې او بشري حقونو یو شمېر افغان او بهرني فعالان هم د غونډې له ګډونوالو څخه دي.
د هرات امنیتي ډیالوګ غونډې له ۲۰۱۲ کال راهیسې پیل شوې چې د افغانستان د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه بحثونه کوي.
واک ته د طالبانو د رسېدو راهیسې، د دې ډیالوګ ډېری ناستې یا انلاین شوې او یا هم په بهرنیو هېوادونو کې تنظیم شوې دي چې ۱۲ مه هغه یې په مادرید کې ده.
ټاکل شوې د غونډې کډونوال نن او سبا د افغانستان په اوسني وضیعت خپلو کې بحثونه وکړي.
په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه په غونډه کې څوک ګډون نه لري.