د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

ترهګرو ته د امریکا د مرستو د مخنیوي لایحه، پر افغانستان یې اغیز څه کیدای شي؟


یوه امریکايي سناتور ویلي، ترهګرو ته د امریکا د مرستو د رسېدو د مخنیوي لایحه یې د تصویب لپاره سنا مجلس ته سپارلې ده. که چیرته دغه لایحه تایید او توشیح کیږي، له افغانستان سره د بشري مرستو څار هم زیاتیږي تر څو د طالبانو د حکومت چارواکي ترې ګټه وانخلي.

امریکايي سناتور ټیم شیهي تېره شپه پر خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي، هغه به د امریکا په سنا مجلس کې د دې لایحې د تصویب لپاره هڅې رهبري کړي "دا زما لپاره ډېره مهمه ده چې دا قانون تصویب شي، ځکه چې موږ نه شو کولی د خپلو مالیه ورکونکو پیسو ته اجازه ورکړو، چې ترهګریزو سازمانونو ته ولاړې شي، په ځانګړې توګه داسې مهال چې زموږ ملي پور ۳۶ ټریلیون ډالرو ته رسېدلی او لاهم وده کوي."

ټیم شیهي، د نورو امریکایي سناتورانو ټامي ټوبرویل او بل هیګرټي سره یوځای، دا لایحه د سنا مجلس ته وړاندې کړې ده.

دې امریکايي سناتور زیاته کړې چې په عراق او افغانستان کې له ترهګرۍ سره تر کلونو مبارزې وروسته، ویاړي چې ترهګرو ته د امریکایي مالیه ورکوونکو د پیسو د رسیدو د مخنیوي لپاره هڅې رهبري کوي.

که دا لایحه د امریکا د سنا مجلس له لوري تصویب شي نو د امریکا حکومت مکلف دی چې د امریکا بشري مرستو ته په افغانستان کې د طالبانو د لاس رسي مخه ونیسي.

دا لایحه به له تصویب وروسته د وروستي لاسلیک یا توشیح لپاره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته استول کیږي.

دا اقدام داسې مهال کیږي چې ښاغلي ټرمپ لا له وړاندې د امریکا ټولې بهرنۍ مرستې د ۹۰ ورځو لپاره ځنډولي دي.

نوموړي درې ورځې وړاندې د فبرورۍ په ۲۲ مه په امریکا کې په یوه غونډه وویل چې امریکا افغانستان ته هر کال شاوخوا دوه- تر دوه نیم ملیارډه ډالره مرسته ورکوي په داسې حال کې چې امریکا خپله مرستو ته اړتیا لري.

د یادونې ده چې " ترهګرو ته د امریکا د مالیه ورکونکو د پیسو د نه ورکړې قانون" لایحه مخکې تر دې د امریکا د استازو جرګې تایید، خو د سنا له تایید نه پاته وه.

د دې لایحې وړاندې کوونکي جمهوري غوښتونکي سناتور ټيم بورچیت په تیره جنوري میاشت کې د امریکا له سناتورانو غوښتي و چې دا لایحه تایید او د توشیح لپاره نوي ولسمشر ډونالډ ترمپ ته واستوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تورن دی چې په نړیوالو بشري مرستو کې لاس وهنه کوي.

خو د طالبانو حکومت دا تورونه په وار وار رد کړي دي.

په ورته وخت کې یو شمېر بې وزله افغانان له نړیوالو غواړي چې دوی سره بشري مرستې پرې نه کړي.

د ننګرهار اوسیدونکی نور حبیب چې د لیسانس تر کچې یې زده کړې خو اوس وزګاره دی ازادي راډیو ته وویل " بې روزګارۍ ډېر خراب کړي یو، یواځینۍ هیله مو بهرنیو مرسته کوونکو ته ده چې دوی باید خپلې مرستې له ملت سره وکړي او بې وزله افغانان دې د سیاستونو نه قرباني کيږي."

د پلازمینې کابل یو اوسېدونکی غازي جان هم ازادي راډيو ته وویل" د کورنۍ د ساتنې لپاره مو قرضونه ډېر وکړل خو اوس راباندې څوک د پور باور هم نه کوي ځکه روزګار نشته، نړیوال دې مرستې نه دروي، له طالبانو سره یې سیاسي حالات خپل دي خو له افغانانو سره باید مرستې وشي او نړیوال خپل انساني فریضه باید ادا کړي."

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته په دې هیواد کې بې وزلي او بې کاري زیاته شوې ده او خلک سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په دې وروستیو کې ویلي، چې په روان ۲۰۲۵ میلادي کال کې به په افغانستان کې کابو ۲۲،۹ میلیونه وګړي، چې د دې هېواد د نفوسو نیمايي برخه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG