امریکا ته د افغانانو د سفر د بندیز په درشل کې ګڼ شمېر هغه افغانان چې له امریکایانو سره یې کار کړی دی، بې برخه لیکه حالت کې پاته دي. د امریکا ولسمشر تازه خپل حکومت ته امر کړی چې د امنیتې ملحوظاتو له کبله هغه هېوادونه مشخص کړي چې امریکا ته د اتباعو سفر یې ممکن خطر له ځان سره ولري.
ایران وايي، بې اسناده افغان کډوال له روغتیايي، ښوونیزو او نورو خدمتونو محروموي.
نولسمې پرلپسې ورځې لپارهد تورخم دروازې د بندېدو له امله د رامنځته شویو ستونزو په دوام د خوړو نړیوال پروګرام ډپیلو ایف پي ویلي، د دې لارې د بندیدو له امله په ۴۷ لاریو بار ۱۲ سوه میټریک ټنه بشري مرستې چې ټاکل شوې وه افغانستان ته انتقال شي، بندې پاتې دي.
د روژې په رارسېدلو سره په افغانستان کې یو شمیر خیریه بنستونو بېوزلو لپاره د مرستې ځانګړي پروګرامونه پیل کړي دي.
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې شپې له ناستې وروسته نهه غړو هیوادونو په یو ګډه اعلامیه کې د نړیوالې جنايي محکمې د څارنوال د هغې غوښتنې چې له مخې یې باید د طالبانو مشر او د سترې محکمې ریس ونیول شي ملاتړ کړی دی.
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې له طالبانو وغوښتل چې که غواړي افغانستان له نړیوالې ټولنې سره یو ځای شي باید لازم ګامونه واخلي او د افغانستان د نړیوالو ژمنو درناوی وکړي.
نور راوښيه