د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

په جرمني کې له پارلماني انتخاباتو سره هممهاله د افغانانو اندېښنې او غوښتنې


د جرمني له پارلماني ټاکنو سره هم مهاله په دغه هیواد کې یو شمیر میشت افغانان وايي، هیله من دي چې نوی حکومت یې ستونزې هوارې کړي.

په دغه هیواد کې میشت یو شمیر افغانان وايي، هیله من دی چې نوې حکومت د دوی ستونزو ته لا پام واړوي.

فضل الحمد انیس، چې یو افغان ممثل دی او پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو ورسته دغه هیواد ته تللی، ازادي راډیو ته وویل، د جرمني حکومت تراوسه د کډوالو ښه ملاتړ کړی خو ځیني ستونزې شته چې هیله من دی نوی حکومت د دوی دا ستونزې ور هواري کړي:

"د جرمني نوی حکومت دې د افغان کډوالو ستونزې واوري او ورسره دې همکاري وکړي، په ځانګړي ډول هغه افغانان چې د جمهوریت له ړنګېدو ورسته دغه هیواد ته راغلي دي، ځکه دوی په هره برخه کې ستونزه لري، که د کور پیدا کول دي، که د کار پیدا کول دي، که د ژبې زده کړه ده او که د لایسنس اخیستل دي."

د جرمني د احصایې ادارې د معلوماتو په پر بنسټ د ۲۰۲۴ کال تر پایه په دغه هیواد کې د افغان کډوالو شمیر لږ تر لږه ۴۴۲زرو ته رسېدلی.

د جرمنۍ ویلټ ام زونټاګ ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، جرمني یوازې له ۲۰۲۱ کال راهیسې ۳۵،۵۰۰ افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه څخه انتقال کړي چې لاهم ۳،۰۰۰ په شرایطو برابر کسان د انتقال پروسې په تمه دي.

په دغه هیواد کې میشته د زده کړو د برخې فعاله فروزان امیري چې دا هم په وروستیو درېوو کلونو کې جرمني ته کډواله شوې له نوي حکومته غوښتنه لري چې له مجزمانو سره باید کلک برخورد وشي، خو ټینګار کوي چې دا حوادث باید په ټوله کې کډوال ( افغانان) اغیزمن نه کړي:

" د امنیتي مسایلو په اړه چې تقریباً هره ورځ یو ناورین رامنځته کېږي، له بده مرغه په ټوله کې افغانان ترې زیانمېږي، د افغانانو په وړاندې توپیری چلند پراخوي، زما نطر دا دی څوک چې پېژندل شوي چې جرمي مخینه لري، باید پېښو ته یې رسېدنه وشي، څو په جرمني کې ټول افغانان او کډوال ترې اغیزمن نشي."

د یادونې ده چې د روانې فبروري میاشتې په ۱۳ مه د فرهاد ن په نوم یو کس چې د جرمني امنیتي ادارو افغان بللی په مونش کې د کارګرانو د یوې ټولنې په یو لاریون موټر وربرابر کړ چې ۳۹ کسان په کې تپیان خو وروسته ترې یوه میرمن او دوه کلنه لور یې مړه شول.

دې پیښې د جرمني چارواکو غوسه راوپاروله او یو ځل بیا یې افغانستان ته د افغان مجرمینو د ستنولو خبره وکړه.

د روان کال د جنوري په ۲۲مه هم یو تن د دغه هېواد په اشافنبورګ ښار کې د چړې په ګذارونو د یو ماشوم په شمول دوه تنه ووژل او دوه نور یې ټپيان کړل، د جرمني پولیسو د دې برید کوونکي په اړه هم ویلي وو چې افغان دی.

د تیر کال په مې میاشت کې یو بل کس چې دا هم افغان ښودل شوی و د جرمني په منهایم ښار کې د ښې اړخو پر یوې غونډې برید کې د یو پولیسو په ګډون څو نور کسان ټپیان کړي وو، چې ورسته بیا ټپي شوي پولیس روغتون کې ساه ورکړه.

د جرمني حکومت بیا وروسته په یوه چارتر الوتنه کې ۲۸ افغانان چې دوی مجرمان ګنل، افغانستان ته ډیپورت کړل.

د یادونې ده چې په مونشن کې تر پېښې وروسته د جرمني ورځپاڼې ویلټ ام زونټاګ د راپور له مخې د دغه هیواد حکومت په دوو چارتر الوتکو کې له پاکستانه د سلګونګو افغان کډوالو الوتنې ځنډولي، خو ورځپانې ویلي چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت یې لامل، تخنیکی مسائل ښودلي.

XS
SM
MD
LG