د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازې له تړل کېدو یوه اوونۍ اوړي، خو لا یې هم د خلاصېدو په اړه په خبرو کې کوم پرمختګ نه دی شوی. له دې امله دواړو غاړو ته مساپرو او سوداګر له جدي ستونزو سره مخ دي.
کندهار کې د اوړو تولید زیات شوی، خو صنعت لاهم له ستونزو سره مخ دی
د طالبانو حکومت وایي له متحدو ایالاتو سره یې د دوحې تړون پای ته رسېدلی او له دې وروسته یې پر بنسټ خپل حاکمیت پر مخ نه وړي.
دغه بنسټ په خپله تازه کلنۍ څېړنه کې ویلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د دموکراسۍ له اړخه د نړۍ د ۱۶۷ هېوادونو په کتار کې له لسو د صفر اعشاریه ۲۰ نمرو په تر لاسه کولو ان تر شمالي کوریا او میانمار هم «دیکتاتور» هېواد دی.
د کډوالو نړیوال سازمان (ای او ایم) وايي، د اقلیمي بدلون له کبله په تیر یو کال کې نژدې ۹ میلیونه افغانان اغیزمن شوي دي.
د پولیو د له منځه وړلو نړیوال ابتکار ( نوښت) اعلان کړی چې په افغانستان کې د "سیمې په سیمې" پولیو واکسین کمپاین پلي کول د هغو ماشومانو په شمېر کې زیاتوالی راوستلی چې د واکسین له ترلاسه کولو محروم شوي دي.
د کونړ او ننګرهار د هغو سیمو اوسېدونکي، چې د ډیورنډ کرښې سره نېږدې پرتې دي، وايي، شاوخوا ۱۵ کاله کېږي چې د پاکستان پوځ یې پر کلیو او کورونو د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي.
په وروستیو کلونو کې په کندهار کې د غواګانو فارمونو په چټکۍ سره وده کړې، چې له لارې یې مالداران خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کوي. خو د مناسب بازار نشتوالي له امله، د دغو فارمونو څښتنان له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د هغو افغانانو لپاره، چې ویزه نه لري، سبانۍ جمعه، د فبرورۍ ۲۸ مه، وروستۍ نېټه ټاکل شوې ده.
فریډم هاوس، یا د ازادۍ کور په خپل تازه راپور کې ویلي چې د نړۍ په ۶۰ هیوادونو کې د سیاسي او مدني ازادیو وضعیت خراب شوی دی.
نور راوښيه