د رامش ازاد په نوم یو کس چې د بادغيس ولايت د بالامرغاب ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي:
"درې څلور مياشتې مخکې يو ځل زموږ د کلي په مربوطاتو ته د واکسين کارکونکي راغلل، خو په هغه ډول چې ټول بايد واکسين شي نه کېږي مسوليت پذيره نه دي."
بادغیس هغه ولایت دی چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ په کې د پولیو یوه نوې مثبته پېښه ثبت شوه.
دغه پېښه د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په «قرتو» کلي کې ثبت شوې او اغېزمنه یوه پنځه کلنه نجلۍ ده.
رامش ازاد دغې پېښې ته په اشارې وايي چې د طالبانو له لوري د پولیو واکسین د تطبیق نوې بڼې هغو کورنیو ته چې غواړي خپلو ماشومانو ته دا واکسین تطبیق کړي، ګڼې ستونزې راولاړې کړې دي.
دی ازادي راډیو ته وايي: "يو جومات ته راشي (د پولیو واکسیناتوران) دوه پرېږدي، دوه وو ته چې لاړ شي څلور پرېږدي، نظارت کوونکي هم پر سر نه لري. ډېرى داسې کسان اوس هم شته چې د حجاب موضوع مهمه بولي، خپل ماشومان جومات ته نه وړي ځکه نارينه يې کور کې نه وي او سياسرې يې د کورنۍ له وېرې ماشوم جومات ته نشي وړلى."
د ننګرهار اوسېدونکي عابد هم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "مخکې کور په کور د پوليو واکسين کېده، ډېرى ماشومانو ته به واکسين کېده، اوس کور په کور نه پلى کېږي، ډېر وخت وشو چې زموږ ماشومان له واکسين بې برخې دي، دا په راتلونکي کې دوى لپاره غټه ستونزه رامنځته کوي."
دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې نن دوشنبه د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو واکسین تازه کمپاین پیل شو.
د طالبانو حکومت د عامې روغتيا وزارت وياند شرافت زمان په دې اړه په يوه وېډيويي پيغام کې چې پر خپله اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) يې خپره کړې ويلي، په دې کمپاين کې به چې څلور ورځې دوام کوي نږدې ٦،٣ ميليونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسين شي.
ښاغلي زمان، د هغو ولایتونو نومونه یاد کړي نه دي چې پکې به دا کې کمپاین پیلېږي.
د عامې روغتيا د وزارت وياند له خلکو، د کليو له مخورو او ديني عالمانو غوښتي چې د واکسين په تطبيق کې د عامه پوهاوي په برخه کې د دوى له ټيم سره همکاري وکړي.
یاد وزارت د دغه کمپاین د تطبیق د بڼې په اړه تازه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې په کور په کور کمپاین بندیز لګولی او لا هم دا چاره عملي کوي.
په کابل کې يوه واکسيناتوره چې د موضوع د حساسيت له امله د نوم له ښودلو ډډه کوي د کور په کور د واکسين د تطبيق غوښتنه کوي: "مخکې کور په کور واکسين و، د واکسين پر مهال ډېر موږ راحته و هېڅ يې امکان نه و چې کوم ماشوم به له واکسين پاتې شي، خو اوس چې نشو کولاى کور په کور لاړ شو، سايټ په سايټ کار کوو او وروسته نشو کولاى چې د غير حاضرينو او نورو ماشومانو پسې لاړ شو، نو هغوى پاتې کېږي، هغوى چې لاسرسى لري چې راشي، سايټونو ته راځي، هغوى چې نشي کولاى پاتې کېږي، موږ غوښتل چې بېرته دا بهیر کور په کور شي، خو له بده مرغه لا مو کومه مثبت ځواب نه دى موندلى."
په افغانستان کې د واکسین د تطبیق په اړه اندېښنې له هغه وروسته ډېرې شوې چې طالبانو د تېر کال په سپټمبر میاشت کې کور په کور د پولیو د واکسین تطبيق بند کړ او پر ځاى يې جومات په جومات، دېره په دېره د واکسين تطبيق پلى کړ.
دا اقدام د دې لامل شو چې ګڼ ماشومان له دې حیاتي واکسین څخه بېبرخې پاتې شي.
افغانستان د پاکستان ترڅنګ لا هم د نړۍ له هغو محدودو هېوادونو څخه دی چې پولیو پکې جدي روغتیایي ګواښ ګڼل کېږي او په کې په بشپړ ډول له منځه نه ده تللې.
د روغتیا نړیوال سازمان د جنورۍ میاشتې د پولیو خبرپاڼې له مخې، په ٢٠٢٤ کال کې افغانستان کې د پولیو ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
ګاونډي پاکستان کې یوازې تېره اوونۍ درې نوې مثبتې پېښې ثبت شوي چې د سیمې د عامې روغتیا لپاره یې اندېښنې زیاتې کړې دي.