د افغانستان د صادراتو د کمېدو په اړه له اعلان وروسته، د دغه هیواد د پانګونې او سوداګرۍ خونه ټینګار کوي چې د پاکستان د ګمرکي تعرفو لوړوالی د دې کمښت اصلي لامل دی.
د دې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل اړتیا ده چې د طالبانو حکومت په دې برخه کې بدیلي لارې ولټوي.
" زموږ صادرات له یخو سیمو دي، باید ګرمو سیمو لکه جنوبي اسیا په ځانګړي ډول پاکستان، هند او بنګله دیش ته وشي، خو د پاکستان له لوري د ستونزو له جوړېدو وروسته زموږ صادارت د تېرو کلونو په پرتله کم شوي دي، موږ باید بدلې لارې پیدا کړو، او خپل سټنډرډ پورته یوسو، ځکه زموږ صنعتي صادات ډېر کم دي، یوازې غیر الکولي څښاک او نوشابې منځنۍ اسیا ته صادروو، او په دې وروستیو کې موږ ګول سیخونه هم صادر کړي دي، او باقې زموږ ټول صادارت معدني او کرنیز دي، په دې برخه کې باید اسلامي امارت په بدیلو لارو کار وکړي. "
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د معلوماتو او احصایې ملې ادارې پرون شنبه په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي چې د افغانستان صادارت د روان کال د قوس د میاشتې په پرتله په جدي میاشت کې د ۲۸ میلیونه ډالرو په اندازه کم شوي دي، خو په دې بیان کې یې د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې په قوس میاشت افغانستان د ۱۹۰ عشاریه ۲ میلیونه ډالرو په اندازه صادارت کړي وو خو په جدي میاشت کې دا اندازه ۲۸ میلیونه ډالر کمه شوې.
په دې اړه د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وروستیو کې ویلي چې له پاکستان سره د سوداګرۍ کچه په روان ۲۰۲۵ کال کې د تېر ۲۰۲۴ په پرتله سمه نیمايي کمه شوې ده.
نړیوال بانک له دې وړاندې ویلي چې د تېر کال د جنورۍ او سپټمبر میاشتو ترمنځ د وړم کال د ورته مودې په پرتله د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سوداګرۍ کې ۱۴ سلنه کمښت، د سوداګرۍ په طرزالعملونو کې کې بدلون او د پاکستان لخوا د لوړو تعرفو سره تړاو لري.
د راپورونو پر بنسټ په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲ ملیارډه ډالره وه خو په ۲۰۲۴ کې دا کچه پنځوس په سلو کې راښکته شوه.
په همدې حال کې د وچې میوې یو سوداګر محمد نبي روشان ازادي راډيو ته وویل:
"په وروستیو میاشتو کې په ټوله کې تقاضا کمه شوې ده، له ګاونډیو په ځانګړي ډول له پاکستان سره ستونزو اغیزې کړي دي، موږ کولای شو چې د سوداګرو د تقاضا پر بنسټ جنس واستوو خو په وروستیو کې غوښتنې ډیرې کمې شوې دي. "
یو شمیر اقتصادي پوهان وايي په دې برخه د بدیلو لارو د موندلو لپاره باید تولیدات په نړیوالو معیارونو برابر شي.
له ډلې یې عبدالواثق عمري ازادي راډيو ته وویل:
"کوم توکي چې موږ تولیدو باید ورته نړیوال صندوقونه ولرو،دوهم دا چې موږ باید د خپلو توکو د لیږد لپاره اړینې زېربناوې جوړې کړو، په دې معنا چې موږ باید خپلو سوداګرو ته ډیرې اسانتیاوې برابر کړو، درېیمه حل لاره داده چې کله چې موږ ګورو چې زموږ صادرات کمیږي، موږ باید د حل لاره ولټوو او د بازارونو په اړه بشپړه پوهه ولرو."
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د معلوماتو او احصايې ملي ادارې مخکې ویلي وو چې تېر کال د افغانستان د صادراتو تر ټولو لویه برخه وچه او تازه میوې وه چې ارزښت یې ۶۴۵ میلیونه او ۵۰۰ زره ډالرو ته رسېده، ورپسې طبي بوټي، منرالونه او سبزیجات په ترتیب سره په دوهم، دریم او څلورم ځای کې دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، ډیری افغان صادرات پاکستان، هند، ایران او چین ته کیږي.