د بي بي سي د راپور له مخې، چې د دوشنبې په ورځ د فبرورۍ ۱۷مه خپور شوی، په افغانستان کې د هغو واحدونو د خدمت کره شواهد موجود دي چې له بریټانیا څخه یې ملاتړ ترلاسه کاوه.
ویل شوي، دغه ځواکونه په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو مخکې، د بریټانیوي ځواکونو لخوا روزل شوي، مالي تمویل یې شوی او یا هم په مستقیم ډول ملاتړ شوي دي.
د ۲ زرو د زیاتو غوښتنلیکونو د ردېدو خبره د روانې میاشتې په لومړیو کې د محکمې په جلسو کې د بریټانیا د ځانګړو ځواکونو د یوه پخواني غړي لخوا د شکایت په ترڅ کې افشا شوې ده.
د بریټانیا دفاع وزارت دا اقدام د هغو پخوانیو ادعاوو خلاف دی چې ویل یې، هغه افغانان چې له بریټانیوي ځواکونو سره یې کار کړی وي، د بریټانیا د بیا مېشتېدنې پالیسۍ له مخې، دې هېواد ته د انتقال مستحق دي.
د دفاع وزارت څلور میاشتې وړاندې ویلي وو چې د سلګونو افغان ځانګړو ځواکونو د بیا ارزونې پروسه به بشپړه کړي، څو بریټانیا ته انتقال شي، خو اوس یې دا پرېکړه بدله کړې ده.
هغوی چې بیا مېشتیدنه یې رد شوې
یو شمېر افغان کمانډویانو ازادي راډیو ته ویلي چې د دوی د کډوالۍ دوسیې د بریټانیا د دولت لخوا رد شوې دي.
عزیزالله، چې د تېر جمهوري نظام ځانګړو ځواکونو غړی و او اوس په پاکستان کې مېشت دی، ازادي راډیو ته وویل:
"زموږ غوښتنلیک تېر کال څېړل شوی و او د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې کمیټې ته واستول شو. موږ په تمه وو، خو اوس یې ویلي چې نور مه انتظار باسئ."
د کومانډو ځواکونو یو بل سرتېري، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې خپور شي، وویل:
"ټولو کمانډویانو اوږه پر اوږه له بریټانیا سره کار کړی، خو نن د رد ځواب په ترلاسه کولو کاملاً نا هیلي شوو. موږ افغانستان کې هېڅ راتلونکی نه لرو، پټ یو، نه شو کولای کار وکړو او خپل ژوند ته رسېدنه وکړو."
د بریټانیا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د تېر جمهوري نظام پر مهال شاوخوا ۲ زره افغان ځانګړو ځواکونو له بریټانیوي ځواکونو سره ګډې دندې ترسره کړې وې.
دغه ځانګړې قطعې د "Triples" په نوم د بریټانیا د حکومت لخوا تمویلېدې.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، بریټانیا د (اې، ار، ای، پي) یا "د افغانانو د مرستې او مېشتېدنې" پروګرام طرحه کړ، چې موخه یې هغو افغانانو ته د کډوالۍ اسانتیا برابرول و، چې له بریټانیوي ځواکونو یا دولت سره یې کار کړی و.
د رسمي شمېرو له مخې، د ۲۰۲۴ کال تر سپټمبر پورې، ۱۷ زره او ۹۵۶ افغانان د دې پروګرام له لارې بریټانیا ته انتقال شوي دي.
له افغانستانه د طالبانو له بیا واکمنېدو سره، یو شمېر هغه افغانان چې له بهرنیو ځواکونو سره یې کار کړی و، پاکستان او ایران ته تللي، څو د پناه غوښتنې پروسې ته دوام ورکړي. خو د بریټانیا لخوا د دوی د غوښتنلیکونو رد کېدل، د دوی راتلونکی لا نازک کړی دی.