د جرمني د تر ټولو لوی ایالت بایرن، اعلی وزیر خبرداری ورکوي چې افغانستان ته د مجرمانو د استولو لپاره باید هره اوونۍ پروازونه تنظیم شي.
مارکوز زودر یکشنبه له جرمن رسنیو سره په مرکه کې چې یوه برخه یې په خپله ایکس پاڼه هم خپره کړې ویلي:
«هره اوونۍ باید د اخراج لپاره پروازونه وي. موږ څه باندې ۲۰۰ مجرمان دلته لرو چې باید وایستل شي. دا باید د فدرال دولت له خوا تنظیم شي. موږ باید د افغانستان سره مذاکره وکړو. باید نور هر مجرم ته چې ډيپورټ کېږي ۱۰۰۰ یورو هم ورنه کړو.»
مارکوز په خپل پيغام کې زیاته کړې چې یواځې په بایرن کې د ده په خبره ۲۰۰۰ داسې افغانان دي چې د ایستلو په شرایطو برابر دي او له ډلې یې بیا ۲۰۰ په جدي جرمونو تورن مجرمان دي.
فرانسپرس لیکلي طالب چارواکو مخکې چمتووالی ښوولی چې د افغان کډوالو د استولو په باب مذاکرات وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې جرمني دې افغان قنسولګرۍ د طالبانو حکومت ته وسپاري څو هغوی د کډوالو د ستنولو مساییل په اسانۍ مخته یوسي.
د فبروري په ۱۳مه تېره پنجشنبه د بایرن ایالت په مرکزي ښار مونیخ کې ۲۴ کلن افغان کډوال فرهاد (ن) خپل موټر د تجارت د اتحادیې په لاریونوالو وروست او لږ تر لږه ۳۹ کسان یې ټپیان کړل.
له ټپیانو یوه دوه کلنه ماشومه او ۳۷ کلنه مور یې د شنبې په ورځ په روغتون کې ساه ورکړه.
د پېښې له ځایه د لیدنې پرمهال د جرمني صدراعظم په یوه پيغام کې دا پېښه وحشتناکه بللې او ویلي دي، شکمن افغان کډوال دې لومړی خپله د بند موده جرمني کې تېره کړي او بیا دې وشړل شي.
په مونیخ کې د افغان کډوال له خوا د لسګونو کسانو د ژوبلولو پېښې په جرمني کې د مېشتو افغانانو او ډپلوماټیکو استازولیو غبرګونونه هم پارولي دي.
د یکشنبې په ورځ په هامبورګ کې لسګونو افغانانو په یوې غونډې سره د مونیخ د پېښې له قربانیانو سره خپله خواخوږي اعلان کړه.
دوی په جرمني کې مېشت افغان کډوال د جرمني اساسي قانون او د ازادۍ او ډموکراسۍ ارزښتونو ته د درناوي لپاره وهڅول.
اخوا په برلین کې د افغانستان سفارت او په بن او مونشن کې د افغانستان قونسلګریو په یوه ګډه اعلامیه کې د مجرمانو په ایستلو کې د جرمني له فدرال حکومت سره همکارۍ ته چمتوالی ښوولی.
په دې اعلامیه کې د مونیخ پېښه غندل شوې او راغلي چې دوی چمتو دي د مجرمینو په ایستلو کې د جرمني له فدرال حکومت سره همکاري وکړي.
دې پېښې په جرمني کې د کډوالو په باب بحثونه یو وار بیا تاوده کړل هغه هم داسې وخت چې تمه ده د فبروري په ۲۳مه هلته پارلماني ټاکنې وشي. اکثر ښي اړخي ګوندونه د کډوالو ایستل غواړي او په حکومت باندې یې واردمخه په دې باب فشارونه زیات کړي.
د راپورونو له مخې د جرمني حکومت د مونیخ تر پېښې وروسته د هغو افغانانو سفرونه هم ځنډولي چې ویزې یې اخیستي او جرمني ته د تلو لپاره چمتو وو.
د بایرن اعلی وزیر مارکوز زودر هم په خپل پيغام کې ټینګار کړی چې باید د ویزې پروسس ودرول شي او دقیق کنټرول شي چې څوک جرمني ته داخلیږي.
مارکوز زودر په جرمني کې د ځینو کډوالو په افراطي کړنو او ذهنونو د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې باید په خواله رسنیو او ویب سایټونو کې د افراطیت او تُندلارۍ د خورولو هڅې شنډې او مخه یې ونیول شي.
افغانان په جرمني کې د کډوالو لویه برخه جوړوي. د جرمني د احصایې د ادارې د معلوماتو په اساس د ۲۰۲۴ کال تر پایه لږ تر لږه ۴۴۲زره افغانان هلته اوسیږي.