ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (UNAMA) د تمدید په اړه غونډه وکړي. د یوناما اوسنی ماموریت د مارچ په ۱۷مه پای ته رسېږي.
په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د یوناما ماموریت د امنیت شورا د غړیو له لوري په اسانه تصویب شوی دی خو دا ځل د دې ماموریت د تمدید په اړه دوې جلا مسودې بحث ته وړاندې کېږي چې دا د افغانستان پر سر د لویو قدرتونو ترمنځ د اختلاف ښکارندويي کوي.
د امنیت شورا په غونډه کې به د یوناما د ماموریت د تمدید لپاره دوه وړاندیزونه وڅېړل شي. یو وړاندیز د جنوبي کوریا او امریکا له لوري وړاندې شوی، او بل د چین او پاکستان له لوري چمتو شوی دی. دا وړاندیزونه د افغانستان په اوسني سیاسي او امنیتي وضعیت کې د یوناما د راتلونکي رول په اړه بحث ته زمینه برابروي.
د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی مرستیال او د سیاسي چارو کتونکی شاه محمود میاخېل د یوناما ماموریت د افغانستان لپاره مهم بولي او د دې ماموریت د مسودې پر سر د امریکا او چین اختلاف ته په اشارې وايي:
میاخېل: امریکا غواړي چې پر بشري حقونو زیات تمرکز وکړي خو چین او پاکستان بیا غواړي چې په افغانستان کې د بشري مرستو او پراختیا په باره کې یوناما خپل ماموریت پرمخ یوسي
«په افغانستان کې د ملګروملتو ماموریت یو سیاسي ماموریت دی چې د طالبانود تېرې دورې د واک له پای ته رسیدو وروسته تاسیس شو. دا ځل (د دې ماموریت پر سر) د امریکا او چین ترمنځ یو څه اختلاف شته. امریکا غواړي چې پر بشري حقونو زیات تمرکز وکړي خو چین او پاکستان بیا غواړي چې په افغانستان کې د بشري مرستو او پراختیا په باره کې یوناما خپل ماموریت پرمخ یوسي، تېر کال هم یو څه اختلاف و خو بیا بې له کوم بدلونه ژر حل شو لیکن سږ کال یوڅه ډېر دی او دوه جلا جلا وړاندیزونه دي، باید وکتل شي چې دوی په نهایت کې څه فیصله کوي.»
یوناما د ۲۰۰۱ کال د بُن کنفرانس او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۴۰۱م پرېکړه لیک پر بنسټ د ۲۰۰۲ کال د مارچ په ۲۸مه په افغانستان کې خپل فعالیتونه پیل کړل.
د دې ماموریت صلاحیت هر کال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا ارزول کېږي، او د یوناما فعالیتونه د بشري مرستو د تنظیم او په افغانستان کې د سولې د هڅو د ملاتړ لپاره حیاتي دي.
د امنیت شورا پرېکړه به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو رول مشخص کړي او د بشري بحران او د بشري حقونو د ستونزو د حل لپاره روانې هڅې به اغېزمنې کړي. په دې سختو شرایطو کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ د افغانستان لپاره ډېر مهم ګڼل کېږي.