د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

نړیوال بانک: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې اقتصادي وضعیت لا هم بې ثباته دی


نړیوال بانک ویلي، په افغانستان کې د فقر لوړه کچه، بې روزګاري، او د سرچینو محدودیت میلیونونه افغانان له خطر سره مخ کړي
نړیوال بانک ویلي، په افغانستان کې د فقر لوړه کچه، بې روزګاري، او د سرچینو محدودیت میلیونونه افغانان له خطر سره مخ کړي

نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، د طالبانو تر کنټرول لاندې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت لا هم بې ثباته دی. د دې بانک د فیبرورۍ ۱۷ (دوشنبه) خپور شوي راپور له مخې، دوامداره ستونزې، ناڅرګندې پالیسۍ، مالي انزوا، د بهرنیو مرستو کمېدل، او له پاکستان سره وروستۍ ټکنۍ سوداګریزه راکړه ورکړه د افغانستان اقتصادي حالت لا پسې کړکیچن کړی دی.

راپور ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان سوداګریز کسر ۵۴ سلنه زیات شوی، چې ۹ میلیارد ډالرو ته رسېدلی، او دا د افغانستان د ناخالصو کورني تولیداتو ۴۵ سلنه جوړوي.

بې کارۍ او فقر د افغانانو ژوند له خطر سره مخ کړی

نړیوال بانک ویلي، په افغانستان کې د فقر لوړه کچه، بې روزګاري، او د سرچینو محدودیت میلیونونه افغانان له خطر سره مخ کړي، ځکه چې دغه هېواد لا هم د کلونو جګړو او طبیعي پېښو له اغېزو سره مبارزه کوي.

د ننګرهار یوه اوسېدونکي، سباوون، ازادي راډیو ته ویلي:
"اقتصادي ستونزې ډېرې زیاتې دي، زه همدا اوس په یو هوټل کې په ۱۵۰ افغانۍ کار کوم، چې دا زما د اته کسیزې کورنۍ لپاره بسنه نه کوي. په کرایي کور کې اوسیږو، ماشومانو د اقتصادي ستونزو له امله ښوونځي پرې ایښي، موږ ته باید د کار او روزګار زمینه برابره شي."

د کابل یو اوسېدونکی، ګل اختیار، وایي هره ورځ د کار په لټه له کوره وځي، خو ماښام تش لاس راستنیږي:
"بې کاري بیخي زیاته شوې ده، له سهاره تر ماښامه په کار پسې ګرځو، خو هیڅ نه پیدا کېږي. لاره رانه ورکه ده چې څه وکړو. له حکومته مو غوښتنه ده چې کاري زمینې رامنځته کړي، ځکه بې کاري لوی مرض دی او موږ یې بې برخلیکه کړي یو."

د صادراتو کمېدل او د اقتصادي کړکېچ دوام

نړیوال بانک ویلي، په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان د ۱.۸ میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات درلودل، خو د ډبرو سکرو او نساجي توکو صادرات ۵ سلنه کم شوي دي. راپور زیاتوي، چې د افغانستان د ډبرو سکرو صادرات په ۲۰۲۴ کال کې ۶۴ سلنه راکم شوي او یوازې ۹۲ میلیون ډالرو ته رسېدلي، ځکه پاکستان ته د دغو صادراتو کچه هم ټیټه شوې ده.

په ورته وخت کې، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د معلوماتو او احصایې ملي ادارې د فیبرورۍ ۱۵ (شنبه) اعلان کړی، چې د روان کال د قوس میاشتې په پرتله، په جدي میاشت کې د صادراتو کچه ۲۸ میلیون ډالره کمه شوې ده.

د مالیاتو راټولولو کې زیاتوالی

د نړیوال بانک په راپور کې د عوایدو د راټولولو په برخه کې ۱۱.۵ سلنه زیاتوالی ښودل شوی. د طالبانو حکومت د ۲۰۲۴ کال د مارچ له ۲۲ څخه تر ۲۰۲۵ کال د جنورۍ ۲۱ پورې ۱۹۰.۵ میلیارد افغانۍ (۲.۵ میلیارد ډالر) مالیه راټوله کړې، چې د افغانستان د ناخالصو کورنيو تولیداتو ۱۲ سلنه جوړوي.

د نړیوالو مرستو کمېدل او بشري بحران

په افغانستان کې د بې کارۍ، فقر، او اقتصادي ستونزو د زیاتوالي په ترڅ کې، نړیوالې مرستې هم کمې شوې دي. د طالبانو د واک ته رسېدو وروسته، د امریکا په ګډون نړیوالې ټولنې افغانستان ته خپلې مرستې محدودې کړې، چې د اقتصادي وضعیت لا خرابېدو لامل شوی دی.

د امریکا نوي ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، ویلي:
"د امریکا بهرنۍ مرستې او د هغوی د وېشلو بهیر د امریکا له ملي ګټو سره سمون نه لري او په ډېرو مواردو کې زموږ له ارزښتونو سره په ټکر کې دي."

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د جنورۍ په ۶ نېټه خبرداری ورکړی، چې په ۲۰۲۵ کال کې ۲۲.۹ میلیونه افغانان، چې د دې هېواد د نفوس نیمایي برخه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا همداراز ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له میاشتې تر مارچ پورې، د بودیجې د نشتوالي له امله د روغتیا، زده‌کړې، خوراکي توکيو، او سرپناه په برخو کې مرستې د بندېدو له خطر سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG