د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

طالبان وايي د پاکستان حکومت له کډوالو سره ډېر ناوړه سلوک کوي


پاکستاني پولیس د افغان کډوالې له کور سره
پاکستاني پولیس د افغان کډوالې له کور سره

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان په بلوچستان کې د دې هیواد له پولیسو له لوري له افغان کډوالو سره ناوړه سلوک او د دوی جبري ایستل د اسلامي، نړیوالو او ګاونډیتوب له اصولو سرغړونه بللې ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان په بلوچستان کې د دې هیواد له پولیسو له لوري له افغان کډوالو سره ناوړه سلوک او د دوی جبري ایستل د اسلامي، نړیوالو او ګاونډیتوب له اصولو سرغړونه بللې ده.

د طالبانو د کډوالو اچار وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې چې د دې وزارت په اېکس پاڼه خپره شوې ویلي چې د شنبې په شپه پاکستاني پولیس د بلوچستان په کویټه او کوچلاغ کې د افغانستان کډوالو په کورونو ننوتي او هغوی یې افغانستان ته اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې میشت افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو د نیولو د لړۍ د دوام په اړه اندېښمن او د پولیسو له ناوړه چلند شکایت کوي.

په داسې حال کې چې له تېرو دوه میاشتو راهیسي د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ تېزه شوې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې د روانې اونۍ د شنبې په شپه پاکستاني پولیس د بلوچستان په کویټه او کوچلاغ سیمو کې د افغانانو کورونو ته ورغلي او دوی یې په سختۍ له دې هیواده ایستلي دي.

دغه وزارت پرون یکشنبه په یوه اعلامیه چې په اېکس پاڼه یې خپره شوې دغه وضعیت له اسلامي، نړیوالو او د ګاونډیتوب له اصولو سرغړونه بللې ده.

د دې وزارت د اعلامیې له مخې له پاکستانه په دې ایستل شویو افغان کډوالو کې ۶۵ ماشومان او ۳۰ میرمنې وې چې د سپین بولدک – چمن له لارې افغانستان ته اړول شوي دي.

کوچلاغ د چمن او کویټې ترمنځ سیمه ده چې د راپورونو پر بنسټ له دې وړاندې په کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله په ګډون یو شمېر طالب مشران او د دوی کورنۍ استوګنې وې.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو ملاتړ وکړي.

په همدې حال کې له پاکستانه یو شمېر ایستل شوي افغان کډوال وايي پولیسو ورسره ناوړه چلند کړی دی.

د صمیم په نوم یو افغان کډوال چې په اسلام اباد کې اوسیده او تازه افغانستان ته ډیپورټ شوی دی ازادي راډيو ته یې وویل:

«پولیسو زه له نیولو وروسته ډېر ووهلم او بیا یې تورخم ته راوستم، په لاره کې یې ډېر وځورولم، بیا یې ډیپورټ کړو، اوس به افغانستان له ډېرو ستونزو سره مخ یو، ان نه شو کولای چې خپله ږیره او د سر ویښته اصلاح کړو.»

په اسلام اباد کې میشت یو بل افغان کډوال چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل په راپور کې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې د پولیسو نیولو له امله سخت اندېښمن دی.

« یو ځل زه د اسلام اباد پولیسو ونیولم او تاڼې ته یې یوړم، له هغه ځایه مې ځان خلاص کړو، خو اوس چې هر وخت راځي زه له ویرې له کورنه بېرون نه وځم، نه شم کولای کار وکړم ځکه ډاریږم چې بیا مې ونه نیسي.»

پاکستان د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې له دې هیواده د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده.

پاکستان یوه زندان کې افغان کډوال
پاکستان یوه زندان کې افغان کډوال

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان آی او ام په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو ویلي چې د روان میلادي کال له پیله له اسلام اباد او راولپینډۍ ښارونو د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ تېزه شوې ده.

دې سازمان په خپل تازه راپور کې چې د تېرې جمعې په ورځ د فبرورۍ ۱۴ مه یې خپور کړی ویلي چې پاکستان د جنوري میاشتې په دوه وروستیو اونیو کې د دې میاشتې د لومړنیو دوه اونیو په پرتله د افغان کډوالو د جبري ستونې په چاره کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راوستی دی.

آی او ام ویلي چې روان ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له ۱۶ مې تر ۳۱ مې لږ ترلږه ۱۰ زره افغان کډوال د پنځه دروازو له لارې افغانستان ته اړول شوي دي.

دې سازمان ویلي چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسي د روان ۲۰۲۵ تر جنورۍ میاشتې له ۸۲۴ زره ډېر افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG