د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

د هلمند معلولین: مرستې بسنه نه کوي، امتیازات هم ځنډېدلي دي


په هلمند کې د جګړو له امله د زرګونو معلولینو ژوند له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، چې د مرستو کمښت او د معلولینو د امتیازاتو ځنډېدو یې وضیعت لا کړکېچن کړی دی.

معلولین شکایت کوي چې نه یوازې کلني امتیازات او مرستې پر وخت نه ورکول کېږي، بلکې د ورکړل شویو پیسو اندازه هم کمه شوې، چې د دوی اقتصادي ستونزې پر نه هواریږي.

پر نظر محمد ۱۲ کاله مخکې د ماین چاودنه شوې، چې دواړه پښې یې له لاسه ورکړي او د بدن نورې برخې یې هم زیانمنې شوې دي. هغه وايي چې د نوي حکومت له راتګ وروسته، د هغه کلني امتیازات پر وخت نه ورکول کېږي، چې له امله یې سختې اقتصادي ستونزې لري.

هغه وایي:
"زموږ پیسې اکثره وخت ځنډېږي. مخکې موږ هر درې میاشتې پیسې ترلاسه کولی شوې، خو اوس په شپږو میاشتو کې راځي. موږ له دوکاندارانو څخه قرضونه کړي، هغوی زموږ څخه پیسې غواړي، خو موږ یې نه لرو، یعنې د دوکاندارانو په وړاندې خپل اعتبار مو له لاسه ورکړی."

د یاد ولایت دوه نور معلولین، محیب الله او میراجان، هم ورته شکایت لري.

محیب الله وايي:
"زموږ غوښتنه داده چې پیسې دې لږ زیاتې راکړل شي. مخکې موږ ته د کال ۶۰ زره افغانۍ راکول کېدې، خو اوس ۱۸ زره افغانۍ راکوي. بل مشکل دا دی چې ټول معلولینو ته یو ډول پیسې ورکول کېږي، که څوک ډېر معلول وي، هغه ته هم ۱۸ زره ورکول کېږي او که لږ معلول وي، هغه ته هم ۱۸ زره ورکول کېږي. زه خو زیات معلول یم، باید ماته زیاتې پیسې راکړل شي، ځکه چې زه د نورو په مرسته له کوره وځم او بېرته ستنېږم."

میراجان وايي:
"مخکې ماته ۳۰ زره افغانۍ راکول کېدې، خو اوس چې کال پوره شو، ۱۴ زره افغانۍ راکوي."

په نړۍ کې ځینې هېوادونه د معلولیت د شدت پر بنسټ مالي مرستې ورکوي، خو ځینې نور بیا د معلولیت د نوعیت او اړتیاوو پراساس مرستې تنظیموي.

د هلمند د چارواکو دریځ

د هلمند د شهیدانو او معلولینو ریاست مسؤلین وايي چې د معلولیت د شدت پر اساس معلولینو ته کلني امتیازات ورکوي.

د دغه ریاست مالي اداري مدیر، سلطان محمد سلطاني، وویل چې د یوه خیریه بنسټ لخوا مرسته شوي ۳۰۰ ویلچرونه یې هم تازه معلولینو ته ویشلي دي.

هغه زیاته کړه:
"مخکینی طرز العمل دا و چې نظامي معلولینو ته د رتبو پر اساس او ملکي معلولینو ته ځانګړی مقدار ورکول کېده، خو اوس موږ معلولینو ته د معلولیت د شدت پر اساس پیسې ورکوو. مخکې که یو معلول ته ۵ زره افغانۍ ورکول کېدې، اوس ۳ زره ورکول کېږي، یعنې د عضوي پر اساس ورکول کېږي."

XS
SM
MD
LG