د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

ویانا د طالبانو د مخالفو څېرو د پنځمې غونډې کوربه ده


د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د افغانستان په تړاو د تیرې ( ویانا د څلورمې غونډې ) تصویر. عکس له ارشیف کارول شوی دی.
د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د افغانستان په تړاو د تیرې ( ویانا د څلورمې غونډې ) تصویر. عکس له ارشیف کارول شوی دی.

دا ناسته، چې " ویانا بهیر پنځمه غونډه" بلل شوې، د طالبانو د مخالفو جبهو مشرانو، یو شمېر افغان سیاستوالو، مدني فعالانو، او ښځینه فعالانو په ګډون جوړه شوې، چې هدف یې د افغانستان د راتلونکي لپاره د لارې نقشه جوړول ښودل شوی.

د دې دوه ورځنۍ غونډې، چې د چارشنبې په ورځ به هم دوام وکړي، د خواله رسنیو له لوري خپاره شوي انځورونه ښيي چې د ملي مقاومت په نوم د طالبانو د مخالفې جبهې مشر احمد مسعود او د افغانستان د ازادۍ جبهې چې دا هم د طالبانو یوه وسلواله مخالفه جبهه ده مشر محمد یاسین ضیاء هم په دې ناسته کې ګډون کړی دی.

د افغانستان ملي مقاومت جبهې د غونډې د تنظیمونکو له ډلې څخه، پر خپله ایکس/پخواني ټویټر خپرو کړیو خبرپاڼو کې "ویانا بهیر" د طالبانو د مخالفو ډلو د نظرونو د توحید چتر بللی او ویلي یې دي چې د افغانستان د راتلونکي، د ښځو او نجونو د حقونو، او د ټولګډونه حکومت د جوړولو لپاره به دغسې ناستو ته دوام ورکړي.

دغه جبهې ویانا بهیر د دوحې پروسې ته ورته بللی، خو ادعا یې کړې چې دوحې پروسه د طالبانو د عادي کولو هڅه ده، خو د ویانا غونډې برعکس، دا بهیر د طالبانو پر ضد د ټولو افغانانو د نظرونو د تبادلې لپاره دی.

د ناستې ګډونوال څه وايي؟

د ویانا د پنځمې غونډې یو ګډونوال مشکور کابلي د دې ناستې د موخې او اغېز په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"هغه څه چې موږ یې ادعا کوو دا دي چې د ویانا بهیر مالکیت د افغانانو په لاس کې دی، یعنې د طالبانو خلاف سیاسي ګوندونه، د ملي مقاومت جبهه، د ازادۍ جبهه، ډیپلوماتان، مدني ټولنې، او د ښځو د حقونو فعالانې دلته د دې بحث مالکان دي. د ویانا بهیر ددې پړاو هدف د جمهوریت له سالمو ظرفیتونو ګټه اخیستل او د اسلامي او ملي ارزښتونو پر بنسټ، یو دیموکراتیک افغانستان ته د رسېدو لپاره د عمل پړاو ته داخلېدل دی."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې ناستې په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، خو له دې وړاندې یې ټینګار کړی و چې په بهر کې د دوی خلاف جوړېدونکې ناستې او غونډې د دوی پر حکومت او چارو هېڅ ډول اغېز نه لري.

د ویانا بهیر ځینو پخوانیو ګډونوالو دې غونډه کې برخه نه ده اخیستې

بل خوا د ویانا د بهیر د مخکنیو ناستو ځینو ګډونوالو په دې غونډه کې له ګډون څخه ډډه کړې.

د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت پخواني مرستیال شاه محمود میاخېل ویلي، چې دا ځل یې ځکه ګډون نه دی کړی، چې د دې ناستې تنظیموونکي "د جګړې تر څنګ واک ته د رسېدو لپاره د کوربه هېوادونو هر ډول شرایطو منلو ته چمتو دي."

شکریه بارکزۍ، چې په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره وه، هم ویلي چې دې ناسته کې یې ګډون نه دی کړی. نوموړې ازادي راډیو ته وویل:
"زه د ځینو اصولو له امله چې موافقه نه وم ورسره، د څلورمې ناستې ګډون مې هم ونه کړ، سره له دې چې د اجندا په جوړولو او د مېلمنو لېست ترتیبولو کې مې برخه اخیستې وه. زما باور دا دی چې باید نوي کسان هم دې بهیر ته لار ومومي."

د ویانا تېرې ناستې او سیاسي بحثونه

د ویانا د بهیر څلورمه غونډه د ۲۰۲۴ کال په جولای کې ترسره شوې وه، چې ګډونوالو یې له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې وه چې له طالبانو سره خپلې اړیکې عادي نه کړي.

د څلورمې غونډې په پرېکړه‌لیک کې د دوحې پر درېیمې غونډې نیوکه شوې وه، چې ګوندې طالبان یې په یو اړخیزه توګه وربللي و او د طالبانو مخالفانو ته په کې بلنه نه وه ورکړل شوې.

که څه هم د ویانا بهیر تر اوسه په افغانستان کې د وضعیت بدلون لپاره کومه عملي پایله نه ده لرلې، خو ځینې سیاسي شنونکي ټینګار کوي چې دغسې ناستو ته باید دوام ورکړل شي، تر څو د افغانستان لپاره یو ملي او ټول‌شموله نظریه رامنځته شي.

پخواني دیپلومات او د سیاسي چارو پوه غوث جانباز ازادي راډیو ته وویل:
"تر اوسه په دې ناستو کې یوه ملي او ټول‌شموله نظریه نه ده رامنځته شوې. اکثره ګډونوال هغه کسان دي چې د افغانستان د تېر ناورین برخه‌وال وو، خو سره له دې، دا ښه ده چې افغانان سره راټولېږي، نظرونه تبادله کوي، او باید د دغو ناستو پایله یوه واحده او منسجمه اجنډا وي."

د غونډې د ګډونوالو د معلوماتو له مخې، دا ځل په ترکیه کې د افغان سیاستوالو د شورا ځینې غړي هم د ویانا په غونډه کې ګډون لري.

د ګډونوالو په وینا، د ویانا بهیر پنځمه ناسته کې شاوخوا ۹۰ ډلې، ګوندونه، سیاستوال، مدني ټولنې، او د ښځو د حقونو فعالان ګډون لري.

د ویانا بهیر د ۲۰۲۱ کال راهیسې، د طالبانو د واکمنۍ وروسته، پیل شوی او تر مهاله یې څلور غونډې کړي چې پنځمه هغه یې روانه ده او سبا به هم دوام وکړي. ددې غونډو کوربه توب د نړیوالو چارو لپاره د اتریش انستیتوت کوي، ګډونوال یې د طالبانو مخالفې جبهې، سیاستوال، مدني ټولنې، او ښځینه فعالانې دي او موخه یې د طالبانو پر ضد د سیاسي نظریو انسجام ښودل شوی دی.

XS
SM
MD
LG