د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۳

په کابل کې د طالبانو حکومت د کور او ښار جوړونې په وزارت کې چاودنه شوې


راپورونه وايي چې په کابل کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د کور او ښار جوړونې وزارت په ودانۍ کې چاودنه شوې.

راپورونه وايي چې په کابل کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د کور او ښار جوړونې وزارت په ودانۍ کې چاودنه شوې.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع رسنیو ته ویلي چې چاودنه نن له غرمې مخکې شوې خو نور جزییات یې څرګند کړي نه دي.

له بلې خوا د طالبانو د حکومت د ښار جوړولو او کور جوړونې وزارت ویلي چې نن پنجشنبه (د سلواغې ۲۵مه) دوه تنه، چې یو یې انتحاري بریدګر و، وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند محمد کمال افغان رسنیو ته ویلي، یاد بریدګر تر دې وړاندې چې وزارت ته داخل شي، د طالبانو ځواکونو له لوري ووژل شو.

هغه د انتحاري بریدګر په ګډون د دوو کسانو د وژل کېدو او د درې تنو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.

د یادونې ده، تر دې مخکې د تېر زېږدیز کال د دسمبر په یوولسمه، د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت په ودانۍ کې په شوې چاودنه کې د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو وزیر خلیل الرحمان حقاني او څو تنه نور ووژل شول. د کډوالو او بیرته راستنېدونکو وزارت د انتحاري برید مسوولیت د اسلامي دولت ډلې (داعش ) خراسان څانګې منلی و .

په وروستیو کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې امنیتي پېښې ډیرې شوې دي.

د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ په کندوز کې د کابل بانک مخې ته په یوه چاودنه کې لږ ترلږه ۵ تنه ووژل شول او ۷ نور ژوبل شول. په ځینو نورو راپورونو کې د کندوز په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۷ تنه ښودل شوی دی.

د کندوز د انتحاري برید مسوولیت هم د داعش خراسان څانګې په غاړه واخیست او ویې ویل چې هغه طالبان یې په نښه کړل چې د معاش د اخیستلو لپاره کابل بانک ته ورغلي وو.

دا بریدونه وروسته له هغه کېږي چې روانه اوونۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان او سیمې په امنیتي وضعیت ځانګړې ناسته وکړه، چې پکې یې په افغانستان کې د داعش د ګواښونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه وښوده.

په امنیت شورا کې د متحده ایالاتو استازې، دوروتي شیا وویل، چې:

"داعش خراسان څانګه په ځانګړي ډول، په افغانستان او پاکستان کې لا هم د نویو کسانو د جذبولو وړتیا لري."

دا په داسي حال کې ده چې طالبان وايي، "داعش او نورې وسله والې ډلې په افغانستان کې له منځه تللې، او عملاً د افغانستان له خاورې بل هېڅ هېواد ته ګواښ نه دی متوجه."

طالبان په عین حال کې وايي چې دداعش غړي د بریدونو لپاره له نورو هیوادونو افغانستان ته ورځي.

XS
SM
MD
LG