د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان صدراعظم شهباز شريف به په اسلام اباد کې د ستراتیژیکو همکاریو عالي شورا په غونډه کې د پلاوو مشري وکړي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي, د همکاريو عالي شورا په بیلا بیلو څانګو کې د همکارۍ په برخه کې د تصمیم نیونې لپاره د لوړې کچې فورم دی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره ستراتیژیک سمت چمتو کوي.
په دې فورم کې یو شمیر ګډې دایمي کمیټې شته چې مختلف سکتورونه پکې شامل دي۔ لکه تجارت، پانګه اچونه، بانکداري، مالیه، کلتور، سیاحت، انرژي، دفاع، کرنه، ټرانسپورټ، مخابراتو، معلوماتي ټکنالوجۍ، روغتیا، ساینس او ټیکنالوژي او تعلیم.
تر اوسه پورې د دي فورم شپږ غونډې جوړې شوې دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د شورا وروستۍ غونډه د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۱۳ او ۱۴ په اسلام اباد کې شوې وه۔
د بهرنيو چارو وزارت وايي, د شورا له غونډي وروسته به د همکاري لپاره موافقې هم لاسليک شي.
د ترکیې د ولسمشر او د پاکستان صدراعظم به د دواړو هيوادونو د سوداګرو په يوه غونډه کې هم ګډون وکړي.
د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په پلاوي کې سوداګر او پانګه اچوونکي هم راملګري دي.
پاکستاني چارواکي وايي، دا وخت د پاکستان او ترکيې ترمنځ د دواړخيزه تجارت حجم شاوخو يو مليارد ډالره دی.
د ترکیې د باندنیو چارو وزير د تير کال په مې میاشت کې اسلام اباد ته په سفر کې ويلي و چې پاکستان او د ترکیې راتلونکو درې کلونو کې تجارت ۵ مليارده ډالرو ته د رسولو پريکړه کړې ده.
ترکیې تل د کشمير په مسله د پاکستان د دريځ ملاتړ کړی او پاکستان د شمالي قبرص په مسله کې د ترکیې د موقف حامي دی.