یو شمېر افغانان وايي راډیو د اطلاع رسونې د یوې ټولنیزې ارزانه، اسانه او د انتقال وړ وسیلې په توګه اوري او خپله ملګری یې بولي.
د دوی په وینا، د انټرنیټ، ټولنیزو، ډیجیټلي او تصویري رسنیو د فعالیت له پراخېدو سره سره لاهم راډیو په افغانستان کې خپل ارزښت ساتلی دی.
د ننګرهار ولایت اوسېدونکی عظمت الله او د بلخ ولایت اوسېدونکی امین الله ازادي راډیو ته وویل:
« زه راډیو ډېره اورم، خبرونه، تفریحي او ښوونیزو پروګرامونه څارم او سپورټي خپرونې خو مې بیخې ډېرې خوښیږي د سپورټي خپرونو د اورېدو لپاره مې ورته وخت ځانکړی کړی دی، راډیو خو موږ له ډېرو پیښو خبروي موږ ته ډېر معلومات راکوي راډیو بهترینه وسیله ده.»
« زموږ په ټولنه په ځانګړې توګه په هغو لرو پرتو سیمو کې چې د خلکو نورې اړیکې محدودې دي او د سواد کچه یې ټیټه ده راډیو د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره ډېره ښه وسیله ده، که څه هم اوس د انټرنیټ دور دی او په دې برخه کې ډېر پرمختګونه شوي خو بیا هم د راډیو اوریدل په افغانستان کې د خلکو د فرهنګ یوه مهمه برخه
په افغانستان کې لومړنۍ راډیو د پاچا امان الله خان د پاچهۍ په دوره کې جوړه شوه
ګرځېدلې ده.»
په افغانستان کې د راډیو مخینه ۱۳۹۰ کال د افغانستان د پخواني پاچا امان الله خان د واکمنۍ مهال ته ورګرځي او لومړنۍ راډیو چې خپل فعالیت یې پیل کړ کابل راډیو وه.
وروسته په تیره بیا بیا په تیرو څو لسیېو کې په افغانستان کې څو دولتي او ګڼې نړیوالې او سیمه ییزې خپلواکې راډیو ګانې جوړې شوې چې شمیر یې سلګونو ته رسېده.
خو رسنۍ په ټوله کې په ځانګړي ډول راډیو ګانې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدلو ورسته له یو شمېر محدودیتو او مالي ستونزو سره مخ شوې، چې له دې امله ډیری یې وتړل شوې.
د رسنیو یو شمیر ملاتړي بنسټونه وايي، په افغانستان کې د رسنیو پر کار د محدودیتونو په لړ کې د راډیوګانو تړل کېدو معلوماتو ته د خلکو لاسرسی محدود کړی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې د برخې مسوولې سمیه ولي زاده په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
« له بده مرغه په څه باندې دریو کلونو کې طالبانو په افغانستان کې د رسنیو پر وړاندې د سختو ځپوونکو اقداماتو په لړ کې په ځانګړي توګه سیمه ییزو رسنیو او راډیو ګانې خپلې قانوني ازادۍ له لاسه ورکړي دي، د افغانستان د خبریالانو مرکز په وار وار د وضع شویو محدیتونو د لرې کولو او په دې برخه د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.»
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا (نی) وړاندې ویلي و چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د ازادو رسنیو وضعیت د خرابۍ خوا ته روان دی.
د دغه بنسټ مشر ظریف کریمي د ۲۰۲۳ کال په ورستیو کې ازادي راډیو ته ویلي و چې په افغانستان کې د طالبانو د حاکمیت پرمهال شا و خوا نیمايي رسنۍ تړل شوي دي.
د افغانستان د بیان د ازادۍ کور بیا مخکې په یوې اعلامیه کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسته د تړل شوي رسنیو شمیر ۳۰۰ ښودلی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د راډیو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې د راډیوګانو د کار په برخه کې محدودیتونه په بې ساري ډول زیات شوي او د راډیوګانو یو شمېر کارکوونکي په زندانونو کې دي.
په ورته وخت په کندوز ولایت کې د کیهان په نامه د سیمه ییزو راډیو یوې کارکونکې چې د راډیو د تړل کېدو له امله بې کاره شوې د موضوع د حساسیت له امله د نوم د نه ښودلو په شرط یې ازادي راډیو ته وویل:
« ما درې کاله په راډیو کې کار وکړ د طالبانو په راتګ له یوې خوا دوی په موږ محدویتونه وضع کړل او له بل پلوه راډیو له مالي ستونزو سره مخامخ شوه، موږ ته د راډیو مشرتابه ویلې چې نور فعالیت ته دوام نه شو ورکولای او تاسو هم د ځان چاره وکړئ، که څه هم زما معاش کم و خو ګذاره مو پرې روانه وه.»
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په وار وار ویلي چې، د اسلامي شرعیت او ملي ګټو په چوکاټ کې د رسنیو ازادۍ ته ژمن دي او پر رسنیو د محدودیتونو د لګولو ادعاوې یې رد کړې دي.
د یادونې ده چې طالبانو د رسنیو او خبریالانو په وړاندې د ځپونکو کړنو په لړ کې د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر میاشت کې، په 'ایف ایم' څپو د ازادي راډیو او امریکا غږ اشنا راډیو خپرونې هم بندې کړې.
خو ازادي راډیو بیا د لنډو او منځنیو څپو په پیاوړي کولو سره خپلې خپرونې له ۱۲ ساعتونو ۲۴ ساعتونو ته وغځولې.
د ملګرو ملتونو ښوونیز، فرهنګي او علمي سازمان یونسکو په ۲۰۱۱ کال کې د فبروري ۱۳ مه د راډیو د نړیوالې ورځې په نوم ونوموله چې په ۲۰۱۲ کال د ملګرو ملتونو عمومي اسمبله کې هم تایید شوه.
دا ورځ له هماغه وخت راهیسې هرکال په یوه ځانګړي شعار سره نمانځل کېږي.
د ۲۰۲۵ کال لپاره د راډیو د نړیوالې ورځې شعار او موضوع راډیو او د اقلیم بدلون دی.
ملګري ملتونو د راډیو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپلې ویبپاڼه کې ویلي چې نړۍ د اقلیمي بدلون په برخه کې له مخ پر زیاتېدونکو ننګونو سره مخامخ ده خو راډیو په دې تړاوو د عامه پوهاوي د خپرولو په برخه کې د پام وړ رول لوبولی شي.