دغه وزارت د دوشنبې په ورځ ناوخته په خپله ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه اعلان وکړ، چې چلوونکي حق نه لري له دې حد څخه چټک ولاړ شي.
د سرعت کنټرول لپاره جیپياېس نصبېږي
د یاد وزارت په وینا، د موټرو د سرعت د کنټرول لپاره د GPS څار آلې هم په یو شمېر مسافر وړونکو موټرو کې نصب شوې دي، او دا پروسه به نوره هم پراخه شي.
افغان موټر چلوونکي د ټرافیکي پېښو د زیاتوالي له امله اندېښمن دي او د طالبانو حکومت دا اقدام د ټرافیکي پېښو د راکمولو په برخه کې یو مثبت ګام بولي.
خلک د دې پرېکړې عملي کیدل غواړي
حبیبالله شاهی، چې د کابل اوسېدونکی دی، له طالبانو غواړي چې دا طرحه په جدیت سره پلي کړي.
هغه وايي:
"د ترانسپورت وزارت لهخوا پر سرعت محدودیت ټاکل یو ښه اقدام دی، دا کولی شي د مسافرو د مرګژوبلې مخه ونیسي. د GPS آلې نصب باید عملي شي، ځکه دا د خلکو لپاره ګټور تمامیږي."
سید نذیر، چې د کابل د دهسبز ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وايي، بېاحتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه مراعاتول د ټرافیکي پېښو د زیاتوالي لوی لاملونه دي.
هغه زیاتوي:
"زما مشر ورور وظیفې ته روان و، له یوه موټره ښکته شو، بل موټر ته پورته کېده چې له یوه ډینا موټر سره ټکر شو. درې ورځې بستر و، بیا ومړ."
د مسافر وړونکو شرکتونو مسؤلین د سرعت حد لوړولو غوښتنه کوي
د مسافر وړونکو شرکتونو ځینې مسؤلین د طالبانو دا اقدام ستایي، خو وايي چې د اوږدو مزلونو لپاره باید د سرعت حد یو څه لوړ شي.
عبدالقاهر، چې د یوه ټرانسپورتي شرکت مسؤل دی، وايي:
"زموږ موټرو کې GPS نصب دی. موږ له امارت څخه غوښتنه کړې، چې د اوږدو سفرونو لپاره، چیرې چې موټرې ډېر ناوخته رسي او مسافر ستړي کېږي، باید د سرعت حد یو څه لوړ کړي."
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویلي، چې د GPS آلو نصب هدف دا دی، چې د مسافرو سفرونه خوندي شي او ټرافیکي پېښې کمې شي.
دا اقدام وروسته له هغه کېږي، چې د قوس د ۲۸مې نېټې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې، د کابل – کندهار په لویه لار، له ۵۰ ډېر کسان مړه شول او له ۶۰ زیات ټپیان شول.
تر دې مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو ریاست په یوه راپور کې ویلي، چې د ۱۴۰۳ لمریز کال له پیله تر اوسه پورې، نږدې ۲،۰۰۰ کسان د ټرافیکي پېښو له امله مړه شوي او ۷،۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.
د ترافیکي پېښو لوی لاملونه
په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو عمده لاملونه دا دي:
- د سړکونو خرابوالی
- د ترافیکي قوانینو نه مراعاتول
- له اندازې زیاته چټکتیا
- د موټر چلوونکو بې احتیاطي