د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۸

داعش د کندز د ځانمرګي برید مسؤلیت ومانه؛ د مرګ ژوبلې ضد و نقیض شمېر


عکس له ارشیف څخه اخیستل شوی
عکس له ارشیف څخه اخیستل شوی

د اسلامي دولت ډلې (داعش) خراسان څانګې د سلواغې ۲۳مه د کندز ښار کې د تېرې ورځې د ځانمرګي برید مسؤلیت ومانه.

فرانس پرس خبري اژانس د داعش د اعلامیې په حواله، چې د دې ډلې اعماق ټیلیګرام چینل کې خپره شوې، راپور ورکړی، چې دا انتحاري حمله د طالبانو پر هغو غړو شوې چې د کابل بانک ته د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو لپاره تللي وو.

د دې پېښې د قربانیانو ځینې نږدې کسان او د کندز اوسېدونکي وايي، دې پېښې اندیمښن کړي ده او د طالبانو له حکومته غواړي، چې د ناامنیو مخه ونیسي.

ډاکتر محمد محمودزی د کندز پوهنتون استاد، ډاکتر محمد شهابي سالارزي نېږدې ملګری و، هغه چې پرون (د فیبرورۍ ۱۱مه) په کندز کې په ځانمرګي برید کې ووژل شو.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، چې ډاکتر شهابي د کونړ د وټپه‌پور ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې تازه د کندز پوهنتون کې د استاد په توګه مقرر شوی و او غوښتل یې له کابل بانک څخه خپل اکونټ کارت ترلاسه کړي:

"ما له هغه سره له نږدې پېژندل، تګ راتګ مو درلود، په ډېرې بې‌وزلۍ کې یې خپلې زده کړې پای ته ورسولې، د شنبې په ورځ یې د پوهنتون د استادۍ منظوري راغلې وه، ماته یې ټلیفون وکړ او راته یې وویل، چې منظوري مې راغله او نور رسمي استاد وټاکل شوم، دا بانک ته د کارت د جوړولو لپاره تللی و، چې دا پېښه رامنځته شوه."

دی وايي، ډاکتر شهابي د ستوماتولوژۍ (غاښونو طب) په برخه کې زده کړې کړې وې او له فراغت وروسته یې د کندز د قلعه‌زال ولسوالۍ کې کتنځای پرانیستی و. خو د کندز پوهنتون د کدري بست له اعلان وروسته، هلته د استاد په توګه بریالی شو.

د مرګ ژوبلې ضد و نقیض شمېرې

د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې په دې ځانمرګي برید کې ۵ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

خو د کندز لږ تر لږه دوه طالب سرچینو ازادي راډیو ته ویلي، چې د پېښې د مړو شمېر ۱۵ تر ۱۷ کسانو ته رسېږي.

د کندز ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند، جمعه‌الدین خاکسار د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د تلفاتو په شمېر کې بدلون نه دی راغلی.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

"د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی، او هېڅ ډول ستونزه نشته، موږ د کندز شریفو خلکو ته ډاډ ورکوو، چې د دغه ډول پېښو عاملین به نیول کېږي او د قانون منګولو ته به سپارل کېږي."

د امنیت په اړه اندېښنې

د کندز یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د ناامنۍ د پېښو د زیاتوالي له امله اندېښمن دي او له طالبانو غواړي، چې د خلکو امنیت ټینګ کړي.

د کندز د امام صیب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ازادي راډیو ته وویل:

"له دې پېښې وروسته د کندز اوسېدونکي ډېر اندېښمن دي. زه خپله د کندز د اوسېدونکي په توګه د امنیت په اړه اندېښنه لرم، حکومت باید د خپلو خلکو امنیت وساتي. دا رښتیا هم ډېر اندېښمنوونکی وضعیت دی، چې په یو امن سیمه کې دا ډول پېښه رامنځته کېږي."

د داعش د ګواښونو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا اندېښنه

دا برید یوه ورځ وروسته له هغې وشو، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان او سیمې په امنیتي وضعیت ځانګړې ناسته وکړه، چې پکې یې په افغانستان کې د داعش د ګواښونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه وښوده.

په امنیت شورا کې د متحده ایالاتو استازې، دوروتي شیا وویل، چې:

"داعش خراسان څانګه په ځانګړي ډول، په افغانستان او پاکستان کې لا هم د نویو کسانو د جذبولو وړتیا لري."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تازه ویلي، چې:

"داعش او نورې وسله والې ډلې په افغانستان کې له منځه تللې، او عملاً د افغانستان له خاورې بل هېڅ هېواد ته ګواښ نه دی متوجه."

دې وزارت ادعا کړې، چې:

"په افغانستان کې د ناامنۍ د پېښو عاملین د ډیورنډ له هغې غاړې راځي."

د افغانستان د طالبانو واک ته د بیا رسېدو وروسته، د ناامنۍ د ډېری بریدونو مسؤلیت داعش ډلې منلی دی.

د ۲۰۲۴ د ډیسمبر ۱۱مه، داعش د کابل ښار کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت د سرپرست وزیر، خلیل الرحمن حقاني پر مرګوني ځانمرګي برید مسؤلیت هم ومانه.

XS
SM
MD
LG