متحدو ایالتونو زرګونه هغو افغانانو ته، چې په افغانستان کې د امریکا د حضور پر مهال یې له دوی سره په بېلابېلو برخو لکه امنیت او پراختیايي پروژو کې کار کړی دی د پيون او پيټو اواسآیوي په څېر ځانګړي مهاجرتي پروګرامونه جوړ کړې دي. خو ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر په توګه د کار له پیلولو وروسته د کډوالۍ د ټولو پروګرامونو د تعلیق ترڅنګ د افغانانو د کډوالۍ دا ځانګړي پروګرامونه هم وځنډول.
د افغان ایواک په نوم یوې ډلې، چې د امریکا د پخوانیو سرتېرو، فعالو یا په کار بوختو پوځیانو او نورو استازیتوب کوي، د ټرمپ ادارې ته خبرداری ورکړی چې که د ولسمشر له لوري د بهرنيو مرستو او کډوالو د ځنډولو له پالیسۍ څخه لسګونه زره افغانان – چې ډېری یې د طالبانو د انتقام له ګواښ سره مخامخ دي – مستثنا نه شي، نو دا به د امریکا ملي امنیت ته سخت زیان ورسوي.
د امریکا د سترټس ټایم ورځپاڼې د پروني (دوشنبې) راپور له مخې، په هغه لیک کې، چې دوی د متحدوایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته لېږلی، راغلي چې که امریکا دا استثناوې ونه مني، نو نه یوازې به د راتلونکو جګړو پر مهال د امریکا د ځواکونو لپاره د ځايي ملاتړ د کمېدو لامل شي، بلکې دا به د اسلامي دولت (داعش) په څېر دښمنانو ته هم دا پیغام ورکړي چې «امریکا خپل متحدان پرېږدي».
په لیک کې دا هم ویل شوي چې د دې استثناوو نه منل به هغه افغان-امریکایي سرتېري له خطر سره مخامخ کړي، چې د دوی مېرمنې، ماشومان او والدین لا هم په افغانستان کې بند پاتې دي.
د متحدوایالتونو د کانګریس یو شمېر غړیو هم ویلي چې امریکا باید له هغو افغانانو سره خپلې ژمنې پوره کړي چې کلونه یې په افغانستان کې له امریکا سره کار کړی دی.
د کانګریس غړي مایکل مککال، سي بي ایس چاینل ته ویلي چې امریکا باید دا ډول افغانان وروغواړي او که دا کار ونه کړي په راتلونکو شخړو کې به څوک پر امریکا باور ونه کړي.
د کانګریس یوه بل غړي سکاټ پیټرس پر خپله ایکسپاڼه کښلي چې د هغو افغانانو پرېښودل چې له امریکا سره یې همکاري کړې، پر امریکا اعتماد ته زیان اړوي.
په پاکستان کې زرګونه افغانان، چې امریکا ته د تلو انتظار باسي، وايي چې د امریکا له لوري د دوی د انتقال په چاره کې ځنډ اندېښمن کړي او دا په داسي حال کې ده چې پاکستان هم د دوی لپاره شرایط سخته کړي دي.
په اسلام اباد کې یوه افغان، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: «زموږ ستونزې ډېرې دي، د خلکو بېکاري او بېوزلي، کرايي کورونه او د پاکستاني پولیسو ځورونې موږ ستړي کړي یوو. پولیس موږ له کرايي کورونو هم رباسي. موږ کډوال ډېرې ستونزې لرو.»
د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لومړنیو اقداماتو څخه یو دا و، چې له واک ته رسېدو سره سم د ۹۰ ورځو لپاره بهرنۍ مرستې او د کډوالو پروګرامونه ودروي.
د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي چې طالبانو هغه افغانان نیولي، شکنجه کړي او وژلي چې د افغانستان د مخکیني حکومت لپاره یې جګړه کړې یا کار کړی دی. خو طالبان دا تورونه ردوي او د پخوانیو حکومتي سرتېرو او چارواکو لپاره د عمومي بخښنې یادونه کوي، چې دوی اعلان کړې وه.