د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

طالبانو سرچینې: د کندز په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي


چاودنه په کندز ښار کې د کابل بانک د یوې څانګې مخې ته شوې ده.
چاودنه په کندز ښار کې د کابل بانک د یوې څانګې مخې ته شوې ده.

په کندز ښار کې نن سهار یوې چاودنې، د طالب چارواکو په وینا، ۵ کسان وژلي او ۷ نور یې ټپیان کړي دي.

د کندز سیمه‌ییز طالب چارواکي وايي، چې دا چاودنه د کابل بانک د یوې څانګې مخې ته شوې او د وژل شویو کسانو په ډله کې د طالبانو حکومت کارکوونکي، د بانک امنیتي ساتونکي او ولسي وګړي شامل دي.

د کندز لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند، جمع الدین خاکسار، رویټرز ته ویلي، چې دا یوه انتحاري حمله وه.

د تلفاتو ضد و نقیض شمېرې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع، هم د مرګ‌ژوبلې همدا شمېر تایید کړی. خو ازادي راډیو ته لږ تر لږه دوه طالب سرچینو ویلي، چې د وژل شویو شمېر تر ۱۴ او ۱۷ تنو پورې رسېږي.

دغو سرچینو، د موضوع د حساسیت له امله، د نوم او غږ د نه خپرولو په شرط ویلي، چې په وژل شویو کې د کندز ښار د څلورمې امنیتي حوزې د بلوک قومندان او د کندز پوهنتون یو استاد شامل دي.

د پېښې عیني شاهدان

د پېښې یو عیني شاهد، چې نه غواړي نوم یې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل:
"د کابل بانک مخته انفجار وشو، سهار نږدې اته نیمې بجې به وې، د چاودنې په وخت کې ګڼ شمېر مجاهدین بانک ته د خپلو معاشونو د اخیستلو لپاره راټول شوي وو، ویل کېږي چې ډېر تلفات هم دوی ته اوښتي دي."

د کندز یو سیمه‌ییز خبریال، چې د نوم د نه خپرولو او غږ بدلولو په شرط یې خبرې کړي، وايي، چې د پېښې سیمه د امنیتي ځواکونو له لوري کلابند شوې ده او هیچا ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي.

دی زیاتوي، چې د چاودنې وروسته ګڼ امبولانسونه ولیدل شول، چې مړي او ټپیان یې د کندز د ۲۱۷ عمري قول اردو روغتون ته انتقالول.

تر اوسه څوک نه دي نیول شوي

د کندز د طالبانو سیمه‌ییزو امنیتي چارواکو ویلي، چې تر اوسه د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي او هیڅ وسله‌والې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

خو له دې وړاندې، په کندز، کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې د ورته بریدونو مسوولیت تر ډېره داعش ډلې منلی دی.

د داعش خراسان د فعالیتونو زیاتېدو ته اندېښنې

یوه ورځ وړاندې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د داعش خراسان څانګې د فعالیتونو د زیاتېدو په اړه ځانګړې غونډه وکړه.

په دې ناسته کې، د متحده ایالاتو استازې دوروتي شیا وویل، چې داعش خراسان لا هم د نویو کسانو د جذبولو وړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د ترهګرۍ ضد دفتر مشر، د داعش خراسان څانګه، د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ وبلله.

د طالبانو ادعاوې او داعش حملې

که څه هم طالبان ادعا کوي، چې داعش یې ځپلی، خو له دوی وروسته، د افغانستان د ناامنۍ ډېری پېښو مسوولیت داعش ډلې منلی دی.

د ۲۰۲۴ د ډیسمبر په ۱۱مه، په کابل کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت سرپرست، خلیل الرحمان حقاني، باندې ځانمرګی برید وشو.

د دې حملې مسوولیت داعش ومانه، هغه چې د طالبانو د امنیتي ادعاوو پر وړاندې جدي پوښتنې راولاړې کړې.

XS
SM
MD
LG