یونسکو تېره ورځ وویل، د دې راډیو بندېدل د افغان ښځو د غږ غلي کولو او د زدهکړو د فرصتونو قرباني کولو لپاره یو بل ګام دی.
د ملګرو ملتونو دې کلتوري ادارې د سهشنبې په ورځ پر خپل ایکس/ پخواني ټویټر لیکلي:
"یو ځل بیا د افغان مېرمنو غږ غلی او د دوی د زدهکړو فرصتونه لا قرباني کېږي."
دغه سازمان زیاتوي، چې بېګم راډیو یوازینۍ رسنۍ وه چې مېرمنو یې مشري کوله او د ښځو د زدهکړو، کار، او ټولنیزو حقونو په اړه یې ځانګړي پروګرامونه خپرول.
په افغانستان کې د خبریالانو اندېښنې
په افغانستان کې یو شمېر خبریالان هم پر دوی او پر رسنیو د بندیزونو له ډېرېدو شکایت کوي.
لیدا، یوه ښځینه خبریاله چې د طالبانو د بندیزونو له امله وزګاره شوې، وایي:
"بېګم راډیو یوازینۍ رسنۍ وه چې مېرمنو اداره کوله، خو له بده مرغه د طالبانو ډلې د دې رسنۍ غږ هم خاموشه کړ. د ښځو غلی کول، معلوماتو ته یې محدودیت، او د زدهکړو مخنیوی ټولنه له پراخو ستونزو سره مخ کوي."
یو بل افغان خبریال، چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل:
"که د طالبانو بندیزونه دوام وکړي، د خبریالانو د لا کډوالۍ احتمال به زیات شي. د بېګم راډیو بندېدل د دې ډول محدودیتونو یوه بله بېلګه ده. دا محدودیتونه کولای شي د افغانستان د رسنیو راتلونکي لپاره ناوړه پایلې ولري، د بېلګې په توګه، معلوماتو ته د لاسرسي کموالی، د بیان پر ازادۍ او خبریالانو محدودیت، او د خبریالانو د کډوالۍ ډیریدل."
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي: "د بېګم راډیو خپرونې د نشراتي پالیسۍ د سرغړونې او د جواز د ناسمي استفادې په تور وځنډولې."
د راپورونو له مخې، طالبانو د دلوې ۱۶مه د کابل دفتر ته ننوتل، د ښځینه خبریالانو کمپیوټرونه، هارډ ډیسکونه او تلیفونونه یې ضبط کړل، او دوه نارینه خبریالان یې ونیول، چې لا هم د طالبانو په بند کې دي.
د طالبانو له خوا د بېګم راډیو بندېدو ته، چې د افغان ښځو لپاره یې ښوونیز پروګرامونه خپرول، یو شمېر نړیوالو بنسټونو هم تند غبرګونونه ښودلي دي.
د بېګم راډیو یو شمېر کارکوونکو، چې د امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي نوم او غږ یې خپور شي، ازادي راډیو ته ویلي:
"موږ دا اقدام د بیان د ازادۍ ښکاره نقض بولو، او د خپلو نیول شویو همکارانو د خلاصون غوښتنه کوو."
بېګم راډیو د "ښځو لپاره بېګم سازمان" پورې اړه لري، چې په ۲۰۲۰ کال کې جوړ شوی. دا بنسټ په افغانستان او فرانسه کې فعالیت کوي. د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې یې بېګم تلویزیون له فرانسې څخه خپرونې پیل کړې. په ۲۰۲۳ کال کې یې یو انلاین تعلیمي پلیټ فارم هم پیل کړی و.
د طالبانو حکومت تر اوسه د نیول شویو خبریالانو د برخلیک په اړه څه نهدي ویلي.