په افغانستان کې د یاد سازمان سیمهییز دفتر د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د سرطان پر وړاندې یوه خاموشه جګړه روانه ده.
په ورته وخت کې، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سرطان یو شمېر ناروغان، د دې ناروغۍ د درملنې په برخه کې، د امکاناتو له نشتوالي شکایت لري.
د بدخشان ولایت اوسېدونکې عزیزه وايي، له څلورو کلونو راهيسې په سرطان اخته ده او په افغانستان کې د درملنې د امکاناتو د نشتوالي له امله اړ شوه چې پاکستان ته ولاړه شي:
"زه خپله څو ځلې کابل ته ولاړم، هلته هم په ډېرو پیسو درملنه کېږي، چې ما یې توان نه درلود. په دې وروستیو کې، په ډېرو ستونزو او دا چې له دفتر څخه ډېره پوروړې شوم، د کیموتراپي یا د وړانګې درملنې لپاره اړ شوم پاکستان ته ولاړه شم، او شپږ میاشتې هلته وم."
د کندهار ولایت اوسېدونکی، خالقیار وايي، د کورنۍ درې غړي یې په دې ناروغۍ اخته دي او د درملنې لپاره یې لازم امکانات نشته:
"تر اوسه خو مو کوم امکانات نه دي لیدلي، دوه واړه لمسیان او یوه اته کلنه لور مې په دې ناروغۍ اخته ده. شپږ ماشومان مې د وینې د سرطان له امله مړه شوي دي، هېڅ وس نه لرم، حیران یم چې څه وکړم."
دا اندېښنې او شکایتونه داسې مهال دي، چې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د سرطان د تشخیص او درملنې ملي روغتون د خراب وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
په افغانستان کې د یاد سازمان سیمهییز دفتر د فیبرورۍ په ۱۱مه، د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، په لرې پرتو سیمو کې ډېری خلک د سرطان د تشخیص او درملنې لپاره مرکزي او ملي روغتونونو ته د سفر هیله لري، خو دا سفر له ننګونو ډک دی.
په راپور کې، افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د استازي، ادوین سینیزا سلوادور په حواله راغلي، چې په لرې پرتو سیمو کې د یوه نامريي دښمن، سرطان، پر وړاندې خاموشه جګړه روانه ده.
ښاغلي سلوادور، په دې ټینګار سره چې روغتونونه د خپلو خدمتونو د لوړولو لپاره بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري، وویل:
"د سرطان ناروغان د تصور نه وړ شرایطو کې ژوند کوي، او روغتونونه د دوی د اړتیاؤ په پوره کولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي."
د روغتیا نړیوال سازمان په راپور کې، د کابل ملي روغتون د سرطان د درملنې یوې متخصصې، فرشتې رحماني په حواله راغلي، چې د ناروغانو د انتظار لیست اوږد او د شته بسترونو شمېر محدود دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د فیبرورۍ په ۱۰مه، د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت له خوا د سرطان ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي په هکله په یوه ناسته کې، د یاد وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، عبدالولي حقاني وویل:
"د عامې روغتیا وزارت به د سرطاني ناروغانو د درملنې او پاملرنې په برخه کې خدمتونه او هڅې لا پراخې کړي، څو دا ناروغان د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته ولاړ نه شي."
د سرطان په وړاندې د مبارزې بنسټ د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۴ زیږدیز کال تر پایه پورې، په دې هېواد کې د سرطان د ناروغانو شمېر شاوخوا ۵ لکو ته رسېده.
خو تازه، د هرات په سیمهییز روغتون کې د طالبانو چارواکو راپور ورکړی، چې په دې ولایت کې د سرطان په پېښو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی.