د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

هرات کې د سرطاني ناروغانو شمېر ۳۰ سلنه زیات شوی


د هرات د سیمه‌ییز روغتون مسؤلین وایي، په دغه ولایت کې د سرطاني ناروغانو شمېر ۳۰ سلنه زیات شوی دی.

د هرات د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، په روان لمریز کال کې د دغه ولایت روغتیايي مرکزونو ته د سرطان ۵ زره ناروغان مراجعه کړې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د هرات د حوزوي روغتون د انکولوژي د څانګې د روزونکي ډاکتر محمد طارق صدیقي له قوله خبر ورکړی، چې دا شمېرې د سرطان ناروغۍ د ۳۰ سلنه زیاتوالي ښکارندوی دي.

د درملنې اسانتیاوې نه‌شته، خلک له ستونزو سره مخ دي

په هرات کې د سرطان ناروغان او د دوی خپلوان شکایت کوي، چې د درملنې امکانات کافي نه‌دي، او بهر ته د تګ وس نه لري.

عنایت‌الله، چې لور یې د وینې سرطان لري، ازادي راډیو ته وویل:

"لور مې د وینې سرطان لري، هرو شپږ میاشتو کې یو ځل د وینې له کمښت سره مخ کېږي. هغه روغتون ته بیایم چې وینه ورته ورکړي، خو د هغې درمل دومره ګران دي، چې زه یې د پېرلو وس نه لرم."

جعفر احمدي، چې تره یې د مغزو سرطان درلود، وویل:

"موږ یې ډېره درملنه وکړه، ان پاکستان ته مو یووړ، خو ښه نه شو. له بده مرغه، په افغانستان دننه د درملنې اسانتیاوې کمې دي."

د سرطان زیاتېدو لاملونه

د انکولوژي متخصص ډاکتر یاسین جلالي ازادي راډیو ته وویل، چې د سرطان د زیاتېدو عمده عوامل چاپېریالي دي، چې پکې لاندې موارد شامل دي:

  • د کیمیاوي توکو زیات استعمال لرونکي نامناسب خواړه
  • د هوا ککړتیا او د ناسمې هوا تنفس
  • کاربن مونو اکساید او نور کیمیاوي مواد، چې د سرب څخه اخیستل کېږي

رسمي شمېرې څه وایي؟

د هرات د حوزوي روغتون د معلوماتو له مخې، په تېرو شپږو کلونو (۱۳۹۸-۱۴۰۳) کې د دغه ولایت روغتونونو ته ۲۳ زره د سرطان ناروغان مراجعه کړې ده.

د سرطان د کنټرول ملي مرکز د ۲۰۲۴ کال تر پایه راپور ورکوي، چې ۵ لکه افغانان په سرطان اخته دي، او هر کال ۱۹ زره نوي ناروغان زیاتېږي، چې له دې جملې ۷۶ سلنه مړه کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان بیا وايي، چې هر کال ۲۰ زره افغانان په سرطان اخته کېږي، چې له دې شمېر ۱۵ زره د ناروغۍ له امله مري.

په افغانستان کې د سرطان عام ډولونه

  • د تیو (سینې) سرطان
  • د معدې، ستوني، شونډو، خولې، رحم، او سږو سرطان

د افغانستان د سرطان د کنټرول ملي پروګرام د درې میاشتو مخکې معلوماتو ښيي، چې په هېواد کې د تي سرطان ۵۰.۹ سلنه زیات شوی دی.

XS
SM
MD
LG