د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۶

د نړیوالې پراختیا مرکز: د امریکا نړیوالو مرستو کې ځنډ د افغانستان او نور فقیر هېوادونه له اقتصادي ناورین سره مخ کوي


د نړیوالې پراختیا مرکز (CGD) چې واشنګټن مېشتی سازمان دی، خبرداری ورکړی چې د امریکا په بهرنیو مرستو کې ځنډ او د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) احتمالي بندیدل به د نړۍ پر یو شمېر فقیرو هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان، ستر اقتصادي اغېز ولري.

د دغه مرکز د راپور له مخې، د امریکا په مرستو کې یو کلن ځنډ به د ۲۰ څخه زیاتو هېوادونو د ناخالص کورني عوایدو تر یوې سلنې زیات راکم کړي.

راپور زیاتوي چې اته هېوادونه، چې افغانستان، جنوبي سوډان او سومالیا هم پکې شامل دي، ښايي په خپلو ناخالصو عوایدو کې درې سلنه یا تر دې هم زیات کمښت تجربه کړي.

د نړیوالې پراختیا مرکز په وینا، د USAID د مرستو بندیدو اغېز پر دې اته هېوادونو ځکه خورا زیات دی، چې د دوی له پنځمې برخې زیاتې بهرنۍ مرستې د همدې ادارې له لارې تأمینېږي.

د راپور له مخې:

  • د افغانستان ۳۵ سلنه
  • د جنوبي سوډان ۳۶ سلنه
  • او د سومالیا ۴۰ سلنه بهرنۍ مرستې د USAID له لارې ورکول کېږي.

د نړیوالې پراختیا مرکز ټینګار کړی چې په بهرنیو مرستو کې د امریکا مالي ملاتړ دومره پراخ دی، چې بشپړ بدیل به ونه لري، خو د نورو هېوادونو پرمختیايي مرستې کولی شي یوه برخه زیان راکم کړي.

د راپور له مخې، جرمني، کاناډا، جاپان او سویډن ممکن د فقیرو هېوادونو د ملاتړ لپاره اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بشري مرستو یوه لویه برخه د USAID له لارې افغانستان ته رسېده.

د افغانستان پر اقتصاد د مرستو بندیدو اغېزې

اقتصادي کارپوه اذرخش حافظي وايي، چې د امریکا د مرستو ځنډ نه یوازې د خلکو پر ژوند، بلکې د افغانستان پر اقتصاد هم ناوړه اغېز کوي.

نوموړي زیاته کړه:
"د دغو مرستو بندیدل نه یوازې د خلکو پر ژوند منفي اغېز کوي، بلکې د هېواد پر ناخالص تولید هم ګوزار دی، د افغانانو د پېرلو توان کموي، حال دا چې د افغانستان اقتصاد له وړاندې هم باثباته نه و."

د امریکا په بهرنیو مرستو کې ځند

د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې ادارې له جوړیدو وروسته، ټولې بهرنۍ مرستې د درې میاشتو لپاره وځنډولې.

ټرمپ ویلي:
"د امریکا بهرنۍ مرستې او د رسولو په برخه کې یې بیروکراسي د امریکا له ملي ګټو سره همغږي نه لري او په ډېرو مواردو کې د دې هېواد له ارزښتونو سره په ټکر کې دي."

د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر بیا ویلي و، چې USAID له خپل اساسي ماموریت، یعنې په نړۍ کې د امریکا د ملي ګټو له پیاوړتیا، څخه انحراف کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، چې تېره میاشت یې دنده پیل کړې، ویلي:
"هر ډالر چې مصرفوو، هر پروګرام چې تمویلوو، او هره پالیسي چې تعقیبوو، باید درې مهمو پوښتنو ته ځواب ووایي: آیا دا کار امریکا خوندي کوي؟ آیا دا امریکا پیاوړې کوي؟ آیا دا د امریکا د سوکالۍ لامل کېږي؟"

XS
SM
MD
LG