د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

ولې افغان ځوانان د خطرونو په منلو سره له هېواده مهاجرت ته زړه ښه کوي؟


د غیرقانوني افغان کډوالو یوه ډله د سربیا په شمال کې (آرشیف)
د غیرقانوني افغان کډوالو یوه ډله د سربیا په شمال کې (آرشیف)

یو شمېر افغانان، په ځانګړې توګه ځوانان، ادعا کوي چې د بېکارۍ، امنیتي ګواښونو او نامعلومو سیاسي حالاتو له امله مجبوره شوي چې افغانستان پرېږدي او اروپايي هېوادونو ته ګډوال شي.

داوود افغان ځوان دی چې وايي څو کاله مخکې یې د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله افغانستان پرېښود، او نږدې یو کال کېږي چې ځان یې اروپا ته رسولی دی.

داوود ته هغه ورځې یادې دي چې په کمپ کې و، او وايي "په افغانستان کې مې هېڅ کار نه درلود، له خلکو مې پورونه اخیستل، هر څه مې مصرف کړل، بالاخره مجبوره شوم چې مهاجرت وکړم. شپږ میاشتې په یونان کې وم او ډېرې سختۍ راباندې تیرې شوې. تر څو چې پاسپورټ درته نه وي راغلی، څوک ډوډۍ او اوبه لا نه درکوي، د کار زمینه نه شته، له کمپه دې نه باسي او خپله هم کور نه شې پیدا کولی او کار هم نه شې کولای."

ځینې ځوانان د امنیتي ګواښونو او نور د اقتصادي ستونزو له کبله له هېواده وتلو ته اړ کېږي.

د تېر جمهوري نظام یو پوځي افضل بیا د امنیتي ستونزو له کبله د هېواد پریښودو ته اړ شوی دی. نوموړی وایي"زه د طالبانو د ظلم، استبداد او خرابو شرایطو له امله مجبور شوم چې له افغانستانه ووځم. دلته مهاجرت ډېرې ستونزې لري، سړه هوا ، اوږده پلي مزلونه، شپه په ځنګلونو کې تېرول، او ان د مرګ خطر هم پکې شته دی."

داوود او افضل دواړه دا مني چې په اروپايي هېوادونو کې ژوند له ستونزو خالي نه دی، خو وایي چې د مجبورۍ له مخې ورځي.

د ټولنیزو مسایلو شنونکې اسما کاکړ وايي چې حکومت او خصوصي سکتور باید ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي، څو له غیرقانوني لارو بهر ته د ځوانانو د تګ مخنیوی وشي. "هغه مهاجرتونه چې له افغانستان څخه کېږي، د کار د نشتوالي له کبله دي. ډېر ځوانان له ګڼو خطرونو سره مخ کېږي او افغانستان پرېږدي. که دولت او خصوصي سکتور د دوی لپاره د کار زمینه برابره کړي، نو د دې ډول غیرقانوني مهاجرتونو مخنیوی به وشي."

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي چې افغانان له سوریایانو وروسته، د غیرقانوني کډوالو دوهمه لویه ډله ده چې د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې، د لوېدیځې اروپا هېوادونو ته د تلو په نیت یونان ته رسېدلي دي.

افغانان له سوریایانو وروسته، د کډوالو دوهمه لویه ډله ده چې په ۲۰۲۴ کال کې یونان ته تللي دي. 

یادې کمېشنرۍ پرون (د سلواغې ۱۲مه) په خپله ویب‌ پاڼه په یوه راپور کې ویلي چې د تېر کال په اوږدو کې ټولټال ۵۴,۴۱۷ کسان د سمندر له لارې یونان ته رسېدلي، چې له دې ډلې ۳۵٪ سوریایان، ۲۶٪ افغانان، ۱۲٪ مصریان او له فلسطین او ایرتیریا له هریوه څخه هم ۴٪ کډوال شامل دي.

د نړۍ د بېوزلو هېوادونو خلک، په ځانګړې توګه د افغانستان اوسیدونکي، د خرابو ټولنیزو او سیاسي شرایطو له امله لوېدیځو هېوادونو ته مهاجرت کوي چې ځینې یې د لارو په اوږدو کې ټپیان، ورک او یاهم مړه کیږي.

له تېرو څو لسیزو راهیسې، یو شمېر افغان ځوانان د بېکارۍ، اقتصادي ستونزو او نورو عواملو له امله په غیرقانوني لارو له هېواده وځي.

د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، له هغه وروسته چې طالبان بیا واک ته ورسیدل، په افغانستان کې بې ورلي، بېکاري او امنیتي ګواښونه زیات شوي، چې دې مسلې د افغانانو، په ځانګړي ډول د ځوانانو، د مهاجرت بهیر پراخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG