د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۰

ډبلیو اف پي وایي د ډالرو لوړېدو اقتصادي بې ثباتي زیاته کړې


مرستې او بیوزلي
مرستې او بیوزلي

د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو اف پي وايي، د ډالرو په وړاندې د افغانیو د بیې په لا پریوتو سره د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي، چې اقتصادي بې‌ثباتي یې نوره هم زیاته کړې ده. د دې ادارې د معلوماتو له مخې، تېره اوونۍ د افغانۍ ارزښت د امریکايي ډالر په وړاندې نږدې اته فیصده کم شوی دی.

"ولاکه شى لا لرو، مخکې به ښه و چا به يو غوړي، وريجې اوړه  مرسته وکړه اوس هغه هم نشته خوار او زار يو. "
د فراه اوسېدونکې فریده

د فراه ولايت اوسېدونکې فريده وايي د خوړو لپاره هیڅ هم نه لري.

دا چې د یوې يوولس کسيزې کورنۍ سرپرسته ده وايي، د خوراکي توکو د بيو د لوړېدو له امله نشي کولى چې د کور ضروري خوراکي توکي پوره کړي:

«ناروغه شم والله که دومره وي چې تر ډاکټره لاړه شم دغه ماښام يو پياله چاى او وچه ډوډۍ وي، په ګرميو کې په ګرمۍ پاخه شو په يخ کې په يخنۍ، دومره شى لا نشته چې يو وخت ديګ پرې وکړو.»
د ننګرهار ولايت اوسېدونکې حميده هم د روزګار سختۍ اخیستې او د خپلو ستونزو کیسه کوي:

«مخکې ارزاني وه، اوس کار هم نشته او قيمتي هم ډېره ده، هر څه قيمته دي خو چې ارزانه هم شي چې پيسه نه وي په څه شي يې واخلو، مخکې غوړي بوشکه ١٣٠٠ باندې وو اوس ١٤٠٠ ده خو چې ٥٠٠ هم شي چې پيسه نه وي په څه شي يې واخلو، ستونزې ډېرې دي خداى دې ورحمېږي که په دې را روانې روژه کې چا مرسته وکړه.»
دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د ډالرو په وړاندې د افغانیو د بیې په لا پریوتو سره په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي، چې اقتصادي بې‌ثباتي یې نوره هم زیاته کړې ده.

د خوړو نړيوال پروګرام (ډبليو اف پي) د جنورۍ په ٣٠ په خپل تازه راپور کې د دې موضوع په ټینګار زیاته کړې چې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، افغانۍ د امریکایي ډالر په وړاندې ۷.۶ سلنه خپل ارزښت له لاسه ورکړی چې د بازار په بیو یې اغېز کړی او اوس هم دا بیې د تېرې اوونۍ په پرتله لوړې پاتې دي.
ډبليو اف پي زیاتوي چې "ډېر مهم خوراکي توکي، لکه اوړه، غوړي، او وریجې، له بهره واردېږي چې د اسعارو بیو کې بدلونونه یې پر قیمتونو اغېز کوي.

افغان سوالګره مېرمن د کابل په واټونو کې
افغان سوالګره مېرمن د کابل په واټونو کې

راپور کې راغلي چې د خوراکي توکو سربېره د سونګ توکو بیې هم لوړې شوې دي.
په ننګرهار کې د خوراکي توکو يو هټيوال شاهد الله شاهد د یو شمیر لومړنیو خوراکي توکو د اوسنيو بيو په اړه ازادي راډیو وويل:
«يو کېلو ښه چاى ٢٧٠ افغانۍ، يوه بورۍ اوړه ١٤٥٠ افغانۍ، يوه بورۍ پنځوس کيلوي بوره ٢٤٧٠ افغانۍ او يوه بوشکه غوړي ١٠٥٠ افغانۍ.»
د ډالرو په وړاندې د افغانۍ بیه ورسته تر هغې نورو هم ولوېده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته، د افغانستان په شمول ټولو هیوادونو ته بهرنۍ مرستې د درې میاشتو لپاره ځنډولې دي.

ښاغلي ټرمپ ویلي چې د امریکا بهرنۍ مرستې او د هغوی بیروکراسي د امریکا له ګټو سره سمون نه لري او په ډېرو مواردو کې د دغه هېواد له ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

د یادونې ده چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک د افغانیو د بیو د کنټرول او ثابت ساتلو لپاره په پرله پسې ډول لسګونه میلیونه ډالر لیلام کړي خو یو شمیر پوهان اقتصاد پوهانو مخکې ازادي راډیو ته ویلي، د طابانو حکومت دا کار لنډ مهالي لپاره حل دی خو اوږدمهالي لپاره اغیزمنه چاره نه ده.

اقتصاد پوهان په افغانستان کې د اقتصادي ثبات د کنترول او د خلکو د ستونزو د هواري لپاره دغه هیواد سره د نړیوالو په دومدارو مرستو ټینکار کوي.

XS
SM
MD
LG