د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

ملګري ملتونه وايي ۲۳ فیصده افغانان غیر صحي اوبه کاروي


افغانستان کې د پاکو اوبو لپاره خلک سختۍ ګالي
افغانستان کې د پاکو اوبو لپاره خلک سختۍ ګالي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ  دفتر (اوچا) وايي چې نږدې ۴۰ سلنه کورنۍ په دې هېواد کې د اوبو له کمښت سره مخ دي. د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمیرخلک هم وايي چې د اوبو سطحه یې په سیمو کې ډیره ټیټه شوې او دوی په دې برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د معلوماتو له مخې، ۲۳ سلنه افغانان اوس‌ مهال له غیر صحي اوبو کار اخلي.
په افغانستان کې د اوبو د کمښت ناورین، چې لامل یې دوامداره وچکالۍ، د اوبو د زېربناوو نشتوالي، او د اوبو د سرچینو ناسم مدیریت ښودل شوی د ملیونونو خلکو ژوند له خطر سره مخ کړی.
د ننګرهار یوه اوسېدونکي حکیم‌الله، د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:
«د اوبو سطحه زموږ په سیمه کې ډېر ټیټه شوې، ځکه بارانونه کم دي. موږ په اچین ولسوالۍ کې یوازې ۱۰ سلنه صحي اوبو ته لاسرسی لرو، ۹۰ سلنه خلک له پاکو اوبو محروم دي. یونیسف ځینې پروژې عملي کړې، خو بسنه نه کوي. ورځ تر بلې د اوبو کچه ټیټېږي.»
په لویدیځ افغانستان کې هم ورته وضعیت دی د هرات د تورغونډۍ اوسېدونکی مبارز، وايي:

«په هرات ولایت او د تورغنډۍ ښار کې خلک، په ځانګړې توګه د دوبي په موسم کې، له جدي اوبو کمښت سره مخ دي. ۶۰ سلنه څاګانې چې خلکو کیندلي، اوبه یې تروې دي او د څښاک وړ نه دي. کلونه وړاندې د ملي يووالي شورا لخوا د اوبو پایپ‌لاین غځول شوی و، خو د کمزوري مدیریت له امله کار بشپړ نشو. اوس ۴۰ سلنه خلک د ټانکرونو له لارې اوبه پېري.»
په کابل کې هم خلک له جدي ستونزو سره مخ دي. صبرینا، چې د کابل اوسېدونکې ده، ازادي راډیو ته وویل:
«موږ په پنځه پوړېزې ودانۍ کې اوسېږو، اوبه د پیسو په بدل کې اخلو، میتر لرو، خو یوازې د شپې درې ساعته اوبه راځي، د ورځې اوبه نه‌شته. هره ورځ وینو چې ښځې او ماشومان له تشو سطلونو سره د اوبو د کتارونو انتظار باسي. خلک له ټانکرونو اوبه پېري، خو دا کار ورته ډېر سخت تمامېږي.»

د اوبو د چارو پوه، نجیب‌الله سدید، بیا په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

«موږ په افغانستان کې سیلابونه ډېر لرو، خو نارمل اوبه لږ دي. له همدې امله سیلابونه د ځمکې لاندې اوبه نه تغذیه کوي، چې دا یوه جدي ستونزه ده. موږ خپلې مهمې اوبه له لاسه ورکوو، د اوبو سطحه ورځ تر بلې کمېږي، او که د دې ستونزې حل ته پاملرنه و نه‌شي، راتلونکو کلونو کې به دا یوه لویه ټولنیزه ستونزه شي»
د اوچا د معلوماتو له مخې، د اوبو د کمښت سربېره، ۲۸ سلنه افغانان لا هم له غیرمعیاري تشنابونو څخه کار اخلي او زیاتوي، په ۲۰۲۵ کال کې د اوبو، روغتیا، او فاضلاب خدمتونو د برابرولو لپاره ۲۶۴ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده، چې تر اوسه دوی یوازې اته نیم میلیونه میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.
یاد سازمان وړاندې ویلي، که د ژمي اورښتونه کم وي او د ۲۰۲۵ کال په پسرلي کې تودوخه زیاته شي، نو د اوبو کمښت به لا پسې زیات شي.
د څو نړیوالو ادارو د راپورونو له مخې، افغانستان د اقلیم د بدلونونو له امله تر ټولو زیانمنو هېوادونو کې راځي.
په وروستیو کلونو کې وچکالۍ، سیلابونو، او د کرنیزو ځمکو او کورونو تخریب د افغانستان د اوبو ستونزه نوره هم پیچلې کړې ده.
د اوبو کمښت نه یوازې د کرنې برخه اغېزمنه کړې، بلکې د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو نه‌لاسرسی، د افغانستان لپاره یوه جدي ستونزه ګڼل کېږي

XS
SM
MD
LG