د امریکا د ولسمشر له لوري د هغه فرمان وروسته چې د ۹۰ ورځو لپاره یې د متحدو ایالتونو د تقریباً ټولو بهرنیو مرستو د بندولو په اړه یې ورکړ د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې دغه اقدام په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي پروګرام له ګواښ سره مخامخ کوي.
په ختیځې مدیترانې کې د روغتیا نړیوال سازمان سیمه ایزې مشرې حنان بلخي د چهارشنبې د ورځې ناوخته یوه انلاین کنفرانس کې له روغتیا له نړیوال سازمان څخه د امریکا پر وتلو هم خواشیني ښودلې:
«د پولیو په ختمولو کې د متحدو ایالتونو مرستې قاطعانه وې. په اوسني وخت کې موږ د نړۍ په دوو هېوادونو، پاکستان او افغانستان کې، د پولیو د ختمولو وروستي پړاو کې یو او د پولیو او نورو ټولو انتقالېدونکو ناروغیو د مخنیوي لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان د هڅو او نظارت لپاره د امریکا مرستې حیاتي دي.»
اغلې حنان دغه شان ویلي چې په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو او مخنیوي لپاره د پولیو واکسین مهم دی.
د روغتیا نړیوال سازمان په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې تر اوسه پکې د ګوزڼ پېښې ثبتېږي او لا هم له ماشومانو ژوند اخلي.
تر دې وړاندې هم د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د مثبتو پېښو د زیاتوالي په اړه اندیښنه ښودلې وه.
د روغتیا نړیوال سازمان د راپور بر بنسټ، په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د پولیو ۲۵ مثبتې پېښې په دغه هیواد کې ثبت شوې دي خو د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په تیر میلادي کال کې د پولیو هیڅ مثبته پېښه په افغانستان کې نه ده ثبت شوې .
د یادونې ده چې د جنورۍ میاشتې په ۲۷ نېټه له « پولیو څخه پاک افغانستان» په نوم بنسټ د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو واکسین د پیلولو په اړه خبره وکړه.
په ورته وخت کې یو شمېر هغه کسان چې د کورنۍ غړي یې په ګوزڼ ناروغۍ اخته دي د پولیو واکسین مهم بولي او سپارښتنه کوي چې په دې برخه کې باید ناغیړي ونشي.
د کابل ښار اوسېدونکې فاضلې په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
« لور مې لس کلنه ده یوه پښه یې کار نه کوي، ډېره مې وګرځوله او درملنه مې ورته وکړه خو هېڅ ښه نه شوه اوریدلي مې وه چې ګوزڼ تداوي نه لري خو اوس مې دا خبره ومنله چې رښتیا هم په تداوۍ نه کیږي، له ټولو مې هیله ده چې د پولیو واکسین په برخه کې بې غوري ونکړي او زه چې خپلې لور ته ګورم ډېره ورته ځوریږم خدای دې هیڅوک په دې نامراده مرض نه اخته کوي.»یوه افغانه چې ماشومه یې ګوزڼ وهلې
د پولیو د واکسین د تطبیق په اړه دا ټینګار په داسې حال کې کیږي چې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د امریکا تمویل چې اوس بند شوی د پولیو او نورو ساري ناروغیو د له منځه وړلو لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د څارنې په هڅو کې د پام وړ رول لوبولی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې له مراسمو وروسته په یو فرمان کې ټولې بهرنۍ مرستې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې او همدا راز یې اعلان وکړ چې متحده ایالتونه به د روغتیا له نړیوال سازمان څخه وباسي.
ښاغلي ټرمپ واک ته تر بیا رسېدو ورسته د افغانستان په شمول ټولو هیوادونو ته بهرنۍ مرستې د درې میاشتو لپاره ځنډولې دي او ویلي چې د امریکا بهرنۍ مرستې او د هغوی بیروکراسي د امریکا له ګټو سره سمون نه لري او په ډېریو مواردو کې د دغه هېواد له ارزښتونو سره په ټکر کې دي.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو بیا ویلي، حیاتي بشري مرستې له دغه فرمانه استثنا دي.
په دې اړه د رویټرز راپور کې راغلي چې د امریکا د بهرنیو مرستو د درې میاشتني ځنډ په ترڅ کې افغانستان سره د ژوند ژغورونکو مرستو، حیاتي درملو، روغتیايي خدمتونو، خوراکي توکو او سرپناه مرستې دوام ولري.