په اسلام کې مېشت افغان کډوال عبید وايي "ډیری خلک له مجبورۍ پاکستان ته راغلي دي خو دلته هم وضعیت سم نه دی."
نوموړی وايي چې "پولیسو پرې ځمکه سره کړې خو دی له بده مرغه، هلته له پاتې کېدو پرته بله چاره نه لري. له بده مرغه په وروستیو کې د پاکستان حکومت یو ځل بیا دلته د افغان کډوالو د نیولو او جبري ستنولو لړۍ تیزه کړې. افغانان د امنیتي او اقتصادي ستونزو له کبله دلته راغلي او په دې تمه دي چې نورو هېوادونو ته یې د تګ کارونه وشي خو دې وضعیت سخت اندیښمن کړي دي."
په اسلام آباد کې دېره افغان کډوال وايي، تلاشیو یې ژوند تریخ کړی دی.
رحمت الله بیا چې په جبري ډول له پاکستانه خپل هیواد ته استول شوی دی او اوس په ننګرهار ولایت کې اوسیږي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې اوس مهال په افغانستان کې له ډېرو ستونزو سره لاس ګریوان دی. "پاکستاني پولیسو ډېر په بد وضعیت راولیږلو. وطن ته چې راغلو په پیل کې خلکو او حکومت راسره د مرستې ډېرې ژمنې وکړې خو دا څو میاشتې کیږي چې ډېر په بد وضعیت کې یو."
د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د شورا مشر میوند عالمي افغان ازادي راډیو ته ویلي و، چې په جنورۍ میاشت کې شاوخوا ۳۵۰ تنه افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ستانه کړل شوي دي.پاکستان په دې وروستیو کې یو ځل بیا د افغان کډوالو د نیولو او جبري اېستلو لړۍ تېزه کړې ده.
په اسلام آباد کې د افغان کډوالو د نیولو او جبری شړلو لړۍ داسې مهال زور اخیستی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل کار په لومړۍ ورځ په یوه اجراییوي فرمان کې د کډوالو د منلو پروګرام د دریو میاشتو لپاره وځڼداوه. دې فرمان ډیر هغه افغانان چې په پاکستان کې اوسېږي او امریکا ته د تګ لپاره د خپلو کیسونو د بشپړولو په حال کې وو، اندېښمن کړي دي.
له ایرانه راستانه شوي کډوال هم ورته ستونزې لري
یوه کډوال چې په وروستیو کې له ایرانه په جبر راستون کړل شوی، د نوم د نه ښودولو په شرط ازادي راډيو ته وویل "شاوخوا دوه میاشتې کیږي چې افغانستان ته راغلی یم، ډېر پریشانه یم، کار او رزوګار نه شته له حکومت او نورو غواړم چې باید موږ سره د ستونزو په حل کې مرسته وکړي."
نړیوال سازمانونه د افغان کډوالو د جبري ایستلو بندیدل غواړي
د بېځایه شویو کډوالو د ملاتړ نړیوال سازمان Displaced International له پاکستانه غوښتي دي چې ژر تر ژره د افغان کډوالو جبري ایستل بند کړي.
دغه سازمان دا غوښتنه نن- د سلواغې ۱۳مه پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کړې ده. نوموړی سازمان وايي، دا غوښتنه ښيي چې نړۍ لا هم د افغانانو ستونزو ته پام کوي.
د یادونې ده چې په عین حال کې د افغانستان بل ګاوندي ایران هم د افغان کډوالو د نیولو او شړلو بهیر جاري ساتلی دی.
افغانستان له ګاونډیو هیوادونو د ایستل شویو کډوالو لپاره تیاري نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د ناروې د کډوالو د شورا مشر یان ایګلند تازه ویلي دي چې له لسیزو جګړو، اقتصادي ناورین او د اقلیمي بدلون له ځپونکو څپو وروسته، افغانستان په راتلونکو میاشتو کې له ګاونډیوهیوادونو څخه د میلیونونه کډوالو د ایستلو لپاره چمتوالی نه لري. ښاغلي ایګلند چې په دې وروستیو کې یې افغانستان ته سفر کړی و، دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ له فرانسپرس خبري اژانس سره په مرکه کې کړي دي.
د ناروې د کډوالو شورا مخکې هم په یوه بیان کې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت ترینګلی او ناهیلی کوونکی بللی و.
د کډوالۍ د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۴ کال په وروستیو ۳ میاشتو کې نژدې یو میلیون افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي خو په همدې موده کې بیا څه باندې ۷۴۰ زره کسان له افغانستانه وتلي هم دي.