له دې اعلان وروسته د انګلستان کرکټ بورډ د افغان نجونو له لوبډلې سره مرسته اعلان کړه او د اسټرالیا د کرکټ یوې پخوانۍ ښځینه لوبغاړې له افغان نجونو سره د آنلاین مرستې کمپاین پیل کړ.
دې صندوق ته لومړنۍ سل زره پونډه بسپنه د انګلستان کرکټ بورډ ورکړه. په دې پسې د اسټرالیا د کرکټ پخوانۍ لوبغاړې میل جونز چې اوس مهال د کرکټ مبصره ده، د افغان نجونو د لوبډلې لپاره د آنلاین بسپنې کمپاین پیل کړ.
د ام سي سي کلب مشر وايي، د بسپنې د دې کمپاین د پیل هدف افغان نجونو لوبغاړو ته د فرصتونو برابرول دي.
په پام کې ده چې په بهر کې د بېځایه شویو ټولنو د کرکټ د ملاتړ لپاره د MCC صندوق په پیل کې ۱،۲۴ میلیون ډالره بسپنه راټوله کړي. د دې کلپ مشر راب لینچ پرون په یوه بیان کې وویل، کرکټ دا توان لري چې خلکو ته الهام ورکړي، یوموټی یې کړې او ځواک وروبښي. نوموړی زیاتوي چې د دې نوښت هدف دادی چې هغو کسانو ته امیدونه او فرصتونه برابر شي، چې ډېره اړتیا ورته لري.
افغانستان د نارینه وو، یوه ډېره ځواکمنه لوبډله لري چې په تېرو دوو لسیزو کې یې په خپلو پرمختګونو سره په ټوله نړۍ کې د کرکټ مینه وال حیران کړل او له ۲۰۱۸ کال راهیسې د کرکټ د نړیوالې شورا له ۱۲ دایمي غړو څخه ده.
په ۲۰۲۳ کال کې اسټرالیا د نجونو پر سپورت د طالبانو د بندیز په غبرګون کې له افغانستان سره دوه اړخیزې لوبې ودرولې او په همدې کال د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان پر کرکټ د بندیز غوښتنه وکړه.
افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام د واکمنۍ پرمهال هم د نجونو د کرکټ ډېره ځواکمنه لوبډله نه لرله. د کرکټ شنونکی او خبریال واصل وصال وايي په افغانستان کې د نجونو کرکټ ته هېڅکله جدي پاملرنه نه ده شوې.
طالبانو په افغانستان کې د نجونو زده کړې بندې کړي کرکټ خو لا ډېره لیرې خبره ده.
ښاغلی وصال زیاتوي چې "د جمهوریت پرمهال د کرکټ بورډ مشرتابه دا اراده نه درلوده چې افغانستان د ښځینه کرکټ لوبډله ولري البته ټول نه، بلکې یوشمېر محدود کسان وو، چې نه یې غوښتل ښځینه لوبډله جوړه شي خو بیا هم د نجونو د لوبډلې د جوړولو لپاره هڅې پیل شوې. ۲۵ ښځینه لوبغاړو ته قراردادونه ورکړل شول. خو د نظام له بدلون وروسته نو تعلیم بند شو، کرکټ خو لا ډېره لیرې خبره ده."
د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته له هغو ۲۵ نجونو څخه چې افغان کرکټ بورډ د لوبو اجازه ورکړې وه، ډېره برخه بهر ته ولاړې او اکثرا په اسټرالیا کې دېره شوې. دې نجونو د کرکټ نړیوالې شورا ته په یوه لیک کې غوښتنه وکړه چې په اسټرالیا کې د افغان نجونو د کرکټ لوبډله ومني خو دا کار تراوسه نه دی شوی.
د افغان نجونو لوبډلې د پنجشنبې په ورځ د بې سرحده کرکټ له لوبډلې سره یوه نمایشي لوبه وکړه چې د کرکټ د پلویانو پام یې ځانته راواړاوه.
وروسته له دې چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې طالبان پر افغانستان واکمن شول پر ښځو او نجونو د تعلیم او کار د محدودیت ترڅنګ پر سپورت او نورو ټولنیزو فعالیتونو یې هم پوره بندیز ولګېد.