په تېره یوه میاشت کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د افغان کډوالو کور په کور تلاشیو په دې ښار کې د دېره افغانانو ژوند تریخ کړی دی
دا بهیر د روان میلادي کال د جنوري په لومړۍ نېټه پیل شوی او د ځینو کډوالو په وینا پرون د جنوري په ۳۱مه هم روان و.
افغان کډوال وايي چې پولیسو د جمعې په ورځ د سلواغې په ۱۲مه هم یوشمېر افغان کډوال ونیول.
په اسلام آباد کې یوې دېره کډوالې مېرمنې چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي په راپور کې یې نوم یاد شي، آزادۍ راډیو ته وویل"پولیسو د آی ټین ون سیمې له ۵۳ کوڅې څخه د افغانانو هغه کورنۍ چې ویزې یې نه لرلې ونیولې. بیا یوه کورنۍ چې د اسټرالیا کېس یې لاره د اسټرالیا له سفارت څخه د راغلي وکیل په مرسته خوشې شوه خو نورې کورنۍ چې کیسونه یې په ملګروملتونو کې وو، او دوی ویزې نه لرلې، پولیسو ونیول او بویې تلل."
په اسلام آباد کې دېره نور کډوال هم تاییدوي چې د افغانانو د نیولو لړۍ روانه ده خو دوی له دې کبله د کډوالو لپاره د ملګروملتونو پر اوړندو ادارو، له هغې ډلې د کډوالو پر لویه کمیشنرۍ UNHCR نیوکه کوي او وايي، دا ادارې د دوی د ستونزو د لیرې کولو لپاره لازمې هڅې نه کوي.
له دوی څخه یوه د موضوع د حساسیت له کبله د خپل نوم نه ښودلو په شرط آزادۍ راډیو ته وویل "پرون او وړمه ورځ له خپل یوه ملګري سره دې ادارې ته ولاړم خو له بده مرغه دروازې یې بندې وې. هلته یوازې یو- دوه کسان ناست وي او درته وايي، له دې شمېرې سره ټلفوني تماس ونیسئ چې د لیدنې وخت درکړي. چا چې تماس ورسره نیولی د لیدنې وخت یې ورکړی خو ۴- ۵ میاشتې وروسته."
په پاکستان کې د کډوالو د لویې کمیشنرۍ ویاند قیصر اپرېدي، په اسلام آباد کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د آزادۍ راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو په اسلام آباد کې د افغان کډوالو د شورا رییس میوند علَمي په یوه لیکلي پیغام کې آزادۍ راډیو ته وویل چې د ملګروملتونو د اړوندو ادارو، له هغې ډلې د UNHCR او شارپ دروازې بندې نه دي بلکې د خپلو ځینو کورنیو مسایلو له کبله یوازې د څو ورځو لپاره رخصت دي.
یو ان اچ سي آر کډوالو ته د لیدنې لپاره وخت ورکوي خو ۴یا ۵ میاشتې وروسته.
ښاغلي علمي او په اسلام آباد کې دېره نورو افغان کډوالو د پنجشنبې په ورځ هم آزادۍ راډیو ته ویلي و، چې په دې وروستیو کې حتی افغان مېرمنې او د هغوی ماشومان هم د پولیسو له خوا نیول کېږي. د دوی په وینا په ځینو مواردو کې د کورنیو مشران نیول شوي او ماشومان یې یوازې پاتې دي او په ځینو حالاتو کې پولیسو یوازې ماشومان نیولي دي.
په اسلام آباد کې د افغان کډوالو د شورا د معلوماتو له مخې د جنوري له لومړۍ نېټې څخه چې پولیسو د NOC په نوم کارتونو د نه لرلو له وجې د افغان کډوالو نیول پیل کړي د جنوري تر ۳۰مې پورې شاوخوا ۵۵۰ افغان کډوال نیول شوي او له دې ډلې شاوخوا ۳۵۰ تنه په جبري ډول افغانستان ته لېږل شوي دي.
NOC هغه کارتونه دي چې افغان کډوال یې په اسلام آباد کې د استوګنې لپاره د ویزې یا د استوګنې د دایمي کارتونو ترڅنګ باید ولري.
په اسلام آباد کې د افغان کډوالو د نیولو د دوام په غبرګون کې نړیوالو موسسو او د بشري حقونو ډلو جدي اندېښنه ښودلې ده. پاکستان د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر د ۲۰۲۳ کال په نوامبر میاشت کې پیل کړ. د ناروې د کډوالو د شورا د مشر یان ایګلنډ په وینا په دې ترڅ کې تردې دمه شاوخوا ۸ لکه افغان کډوال افغانستان ته استول شوي دي.