د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

پاکستان وايي امریکا ته د تلونکو افغان کډوالو په اړه له متحده ایالتونو سره خبرې کوي


افغان کډوال او پاکستاني چارواکي
افغان کډوال او پاکستاني چارواکي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې د هغو افغان کډوالو د لېږد بهیر بېرته پيل شي چې د امریکا متحده ایالاتو ته د تګ شرایط پوره کوي. د یاد وزارت ویاند، شفقت علي خان، د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې موضوع په اړه د واشنګټن او اسلام‌ اباد ترمنځ خبرې روانې دي.

په داسې حال کې چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د افغان کډوالو د منلو پروګرام ځنډولی، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې بهیر د بېرته پيل کېدو په اړه له واشنګټن سره خبرې روانې دي.

د دې وزارت ویاند، شفقت علي خان، د پنجشنبې په ورځ په خپله اوونیزه خبري غونډه کې هیله څرګنده کړه چې د شرایطو وړ افغان کډوالو د لېږد بهیر بېرته پيل شي.

نوموړي د دې موضوع په تړاو له امریکايي لوري سره د خبرو جزییات ور نه کړل، خو ټینګار یې وکړ، هیله لري پاتې افغان کډوالو ته هم اجازه ورکړل شي چې په امریکا کې میشت شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا خبره په داسې حال کې کړې چې د دې هېواد امنیتي ځواکونو په وروستیو کې د افغان کډوالو پر ضد خپلې هڅې زیاتې کړې دي.

یو شمېر افغان کډوال په اسلام‌ آباد کې دا وضعیت تأیيدوي او وايي، د پولیسو لخوا د افغان کډوالو د نیولو عملیات زیات شوي دي.

په اسلام‌اباد کې میشت یو افغان کډوال رفیع الله، ازادي راډیو ته وویل:

«څو ورځې کېږي چې پولیس هرځای په افغانانو پسې ګرځي، وضعیت ډېر خراب دی. که «ایچ ار لیټر» یا بل کوم سند ورته وښیو، نه یې مني. موږ دلته په ډېر خراب وضعیت کې یو.»
د امریکا د ویزې په تمه ناست افغان کډوال

د پاکستان په پلازمینه کې بله افغان کډوالو نوریه هم وايي:

«هر څه مو چې درلودل، په دې دوو کلونو کې مو مصرف کړل. پولیس مو ځوروي، هر شپږ میاشتې باید ویزه تمدید کړو. د ویزې لګښت له یوې خوا، د ژوند او کورنۍ مصارف له بلې خوا، دې ټولو مونږ ته سختې اندېښنې او پریشانۍ را پیدا کړې دي.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د خپل کار په لومړۍ ورځ په یوه اجرائیوي فرمان کې د کډوالو د منلو پروګرام د درېیو میاشتو لپاره وځڼدوو.

دې فرمان ، زرګونه هغه افغانان، چې له امریکايي ځواکونو سره یې په افغانستان کې کار کړی او د پاکستان، قطر، اماراتو او البانیا په څېر هېوادونو کې د خپلو کیسو د پړاونو د بشپړولو په تمه دي، له نامعلوم برخلیک سره مخ کړي دي.

د امریکا حکومت ویلي، ان هغه افغان کډوال چې د امریکا پخواني حکومتي همکاران وو او هغه هیواد ته انتقال شوي، سمه امنیتي ارزونه یې نه‌ده شوې، نو له همدې امله یې د دوی د انتقال پروګرام “موقتي” ځنډولی دی.

XS
SM
MD
LG