د ایران د کردستان کې د پولیسو د قومندان ځای ناستي لطف الله درابي ویلي، چې د دغه ولایت امنیتي او سرحدي ځواکونو د «کډوالۍ طرحې» د اجرا پر مهال ۱۱۳۲ افغانان چې د اوسیدو اسناد یې نه درلودل نیولي او د قضیې تر ثبتولو وروسته یې قضايي څانګې ته سپارلي دي.
له دې ډلې ۱۱۳۰ تنه چې ایراني چارواکي یې «بهرني اتباع» بولي په کردستان او ۲۲۰ تنه یې په هرمزګان ولایت کې نیول شوي.
د ایران مهر خبری اژانس د دې امنیتی چارواکي په حواله ویلی، د کُردستان اوسیدونکو ته یې خبرداری ورکړی چې دندو ته د افغانانو له ګومارلو ډډه وکړی او هر هغه څوک چې افغانان استخدام کړي، سزا به ورکړل شی.
په ورته وخت کې د ایران د هرمزګان ولایت د قشم ښار د پولیسو مشر علي اکبر مرادي د پنجشنبې په ورځ د دې هیواد خبري اژانس، ایرنا ته وویل چې امنیتي ځواکونو په تیرو لسو ورځو کښې ۲۲۰ تنه افغان کډوال نیولي او اړوندو مراجعو ته یې سپارلي دي.
مرادي دغه شان په افغان کډوالو د ملکیتونو د پلورلو او ورته په کرایه ورکولو او په کار د دوی د ګمارلو په اړه خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.
په ورته وخت کې، د نیول شويو او شړل شویو افغان کډوالو کورنۍ په دغه هیواد کې له ناوړه وضعیت څخه شکایت کوي.
د یوه افغان کډوال پلار، حبیب الله چې په ناقانونه توګه یې ایران ته د ننوتو پلان درلود، وايي چې د خپل زوی له وضعیته هیڅ نه دی خبر:
«ما یو زوی درلود چې مزدورۍ ته مې ولیږه، خو اوس بندی دی، خدای دې وکړي چې خوشې یې کړي، موږ د ډيرې بې وزلۍ له امله لیږلی و، مشر زوی مې و.»یو افغان چې زوی یې ایران کې بندي دی
یو بل افغان کډوال، محمد چې په دې وروستیو کې په تهران کې نیول شوی و او افغانستان ته شړل شوی دی، ادعا کوي چې د کډوالۍ قانوني اسنادو درلودلو سره سره د ایران د پولیسو لخوا شړل شوی دی:
«زه یې په کار کې ونیولم، اسناد مې هم درلودل، چیرې یې چې یووړو ډیر بد ځای و، په یوې کوټه کې یې څو کسان سر په سر اچولي و، په یوې شپې ورځې کې یواځې یو وخت ډوډۍ ورکوي هغه هم سمه نه وي، هر ځای درنه پیسې اخلي.»
د ایران حکومت تر دې مخکې ویلي و چې د ۸ زره بهرنیو بندیانو له ډلې ډېری یې افغان کډوال دي.
د ایران حکومت په دې وروستیو کې د بې اسنادو افغان کډوالو د نیولو او شړلو بهیر چټک کړی دی.
د ایران ځینو ښارونو ته د افغان کډوالو ننوتل منع دي.
د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې د ایران حکومت هره ورځ له ۳۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ پورې افغان کډوال افغانستان ته ستنوي.
د ایران حکومت تر دې مخکې ویلي وو چې په دغه هېواد کې شاوخوا پنځه میلیونه بې اسناده افغان کډوال مېشت دي چې ټول به یې وایستل شي.