کابل سرینا هوټل په افغانستان کې یو له هغو څو عصري هوټلونو څخه و، چې په بېلابېلو وختونو کې یې د ډیپلوماتانو، نړیوالو سازمانونو او بهرنیو مسافرو کوربهتوب کړی و.
د کابل سرینا هوټل په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه هوټل مدیریت د طالبانو د مالیې وزارت د هوټلونو دولتي شرکت (HSOC) ته سپارل شوی دی.
په خبرپاڼه کې د کابل سرینا د فعالیت د نهدوام لامل نهدی توضیح شوی.
د کابل سرینا تاریخي شالید
دا هوټل په افغانستان کې د آغا خان بنسټ د پراختیايي شبکې یوه برخه و، چې په ۲۰۰۵ کال کې یې فعالیت پیل کړ.
کابل سرینا هوټل د افغانستان د بیا رغونې او نړیوالو مېلمنو د راجلبولو لپاره د هېواد د هڅو یو سمبول ګڼل کېده. د دې هوټل تړل کېدو د ګرځندوی صنعت او میلمهپالنې ته د ناوړه اغېزو په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.
د سیاحت په اړه اندېښنې
د ګرځندوی چارو پوه، محمد عیسی درویش ازادي راډیو ته وویل:
"له دې چې د کابل سرینا هوټل مدیریت د طالبانو ډلې لاس ته ورغی، له بده مرغه، له دې وروسته به هېڅ بهرنی سیلانی د اوسېدو لپاره دا ځای غوره نهکړي، ځکه بهرنیان تل د ارامۍ او استراحت په لټه کې وي."
د اقتصاد پوهانو په اند، په داسې شرایطو کې چې د خلکو اقتصادي وضعیت مخ په ځوړ روان دی، د دې هوټل د فعالیتونو ځنډول به ناوړه پایلې ولري.
میر عبدالفهیم رشیدي، چې د اقتصادي چارو کارپوه دی، ازادي راډیو ته وویل:
"تر سلو ډېر کسان په دې هوټل کې په کار بوخت وو. دا د نړیوالو د کوربهتوب لپاره یو برابر چاپیریال و، او د دې هوټل تړل د کابل ښاریانو، په ځانګړي ډول هغو کسانو ته چې دلته یې کار کاوه، یوه اقتصادي ضربه ده."
د سوداګرۍ پر وضعیت اغېز
په ورته وخت کې، یوه سوداګره مېرمن، ارزو رامین، چې په دې هوټل کې د میلمستیا تجربه لري، د دې هوټل د فعالیتونو درېدلو ته اندېښنه څرګنده کړه:
"کابل سرینا هوټل یو پخوانی هوټل دی. کله به چې خلک له بهره راتلل او یا حتې هغه کسان چې په افغانستان کې اوسېدل، دلته به راتلل، ځکه ښه امنیت او چاپېریال یې درلود، او خلکو پرې باور درلود."
د طالبانو دریځ
خو د طالبانو حکومت د مالیې وزارت په خپل وېبسایټ کې لیکلي، چې د دوی له بیا واکمنېدو وروسته، د هوټلونو دولتي شرکت شپږ هوټلونه (پنځه په کابل او یو په جلالاباد کې) فعال کړي دي. د طالبانو د مالیې وزارت په وینا، دوی زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې او د ملي عاید زیاتولو کې یې ونډه اخیستې.
د کابل سرینا هوټل د خپل فعالیت په اوږدو کې څو ځله د بریدونو هدف وګرځېد.د ۲۰۱۴ کال د مارچ ۲۰ د طالبانو برید، چې نهه کسان پکې ووژل شول، پر دې هوټل تر ټولو خونړی برید و.د هغه برید پړه طالبانو پر غاړه واخیسته او اعلان یې وکړ، چې دوی په هوټل کې موجود بهرنیان په نښه کړي وو.