لکه څنګه چې په نړۍ کې بېلابېلې لویې وچې او دغه شان ژبې، نژادونه، د پوستکي او ويښتانو رنګونه مختلف دي لري، بېلابېلو کلتورونه هم موجود دي.
یو شمېر افغان کډوال چې په لویدځو هېوادونو کې اوسېږي وایي، کله کله له کلتوري توپیرونو سره مخ کېږي چې ورته نوي او جالب وي.
په لویدیځ کې د مینې او درناوي په څېر مفاهیم ښايي له افغانستان سره توپیر ولري.
د دوی په خبره، که څه هم ځینې رویې په افغانستان کې د مینې، احترام او صمیمیت ښکارندويي کوي خو په لویدیځو هېوادونو د مثال په توګه په جرمني، کاناډا او اسټرالیا کې دا ډول چلند د مقابل لوري پرېکړې ته بې احترامي بلل کېږي.
د کاناډا په کلګري ایالت کې مېشته افغانه نظیفه رحمتي د کاناډا د خلکو او افغانانو په کلتور کې د یوه توپیر یادونه کوي او وايي“له هغو مهمو مسایلو چې د کاناډایانو لپاره ارزښت لري یو یې دا ده چې کله ورسره خبرې کوې باید سترګو ته یې وګورې، که دا کار ونه کړئ دوی یې بې احترامي بولي، خو زموږ په کلتور کې کله چې له مشرانو سره خبرې کوو باید سترګو ته یې ونه ګورو، ځکه بې احترامي بلل کېږي.“
نظیفه رحمتي وايي “څه چې ډېر راته جالبه وه د کاناډایانو دا خوښېږي چې باید په نامه ورته غږ وشي، فرق نه کوي چې ډاکتر وي، استاد وي که رئیس، خو ډېر کله داسې پېښ شوي چې ما مې په کالج کې استاد ته ټیچر غږ کړی بیا یې راته ویلي، زما خوښېږۍ چې زما په نوم راته غږ وکړې.”
د جرمني په نورنبرګ ښار کې مېشت افغان سلیم مقیمي بیا ازادي راډیو ته وویل“دوه خبرې چې زه یې تاسو ته کیسه کوم، لومړی دا چې کله جرمنان ستاسو کورونو ته درځي خپل بوټونه نه وباسي. څو ځلي چې زما جرمني استادان زموږ کور ته راغلي له خپلو بوټانو سره ننوتلي چې داسې څه زموږ په کلتور کې نه شته. یا مثلا یو ځل زموږ یو خپلوان وفات شوی و، کورس ته چې ولاړم ومې ویل چې زه باید جنازې ته ولاړ شم، استاد راته له تسلیت پرته راته وویل چې ولاړ شه.”
روهید عسکري دا توپیرونه د جنت د آزادۍ او د دوزخ د محدودیتونو په توګه پرتله کوي.
روهید عسکري چې تازه اسټرالیا ته تللی ازادي راډیو ته یې وویل چې د افغانستان او اسټرالیا د ټولنو تر منځ ډېر داسې کلتوري توپیرونه شته چې په وینا یې د پرتلې وړ نه دي. نوموړی وايي“د دواړو تر منځ لوی توپیر دا دی چې یو یې د ازادۍ جنت دی او بل یې د محدودیتونو جهنم، دلته هر څوک خپلې فردي ازادۍ لري او په خپله خوښه جامې اغوندي، ښځې موټر چلوي چې زما لپاره په زړه پورې وه ځکه په افغانستان کې داسې ډیر څه نشته، یعنې یو داسې ځای دی چې خلک په کې په نېکمرغۍ کې ژوند کوي او بل ځای داسې دی چې خلک په کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره جنګېږي، دا یو تریخ حقیقت دی، خو همداسې ده.”
د ټولنپوهانو په باور د لویدیځو او ختیځو هېوادونو د خلکو تر منځ فرهنګي پولې تر جغرافیایي پولو زیاتې محسوسېږي.
د ویکي پیدیا وېب پاڼې د معلوماتو له مخې، د لویدیځ او ختیځ تمدنونو ترمنځ توپیرونه نه یوازې د جغرافیایي موقعیت له امله بلکې د دوی تر منځ د ټولنیز طبقاتي سیسټم، د پیسو د ګټلو د لارو چارو او د رهبرۍ د بڼې په برخو کې هم موجود دي.