د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

د کانګریس څو غړیو امریکا ته د افغان کډوالو د انتقال د پروګرام د بیا پیلېدو غوښتنه وکړه


د امریکا د کانګرس ځینو دیموکراتو غړو دې هیواد ته د افغان کډوالو د انتقال پروګرام د بیا پیلېدو غوښتنه کړې ده.

د امریکا متحدو ایالتونو ته د افغان کډوالو د انتقال پروګرام د ځنډولو په تړاو د دې هیواد د ولسمشر، دونالد ترامپ له اجرايي فرمان وروسته د کانګرس په دواړو جرګو کې یو شمېر مخکښو ډیموکراټانو پر سپینې ماڼۍ غږ کړی چې امریکا ته د افغان کډوالو د لېږد بهیر ته دوام ورکړي.

د کانګرس د استازو جرګې او د سنا قضایي کمیټو دیموکرات غړو دا غوښتنه د چهارشنبې په ورځ د جنورۍ په ۲۹مه د بهرنیو چارو نوي وزیر او په سنا جرګه کې د دوی پخواني همکار مارکو روبیو نه په یوه لیک کې کړې ده.

دوی له ښاغلي روبیو غوښتي چې له خپل نفوذه په استفادې د خدمتونو ځنډ لغوه او د افغان کډوالو د لېږد پروګرام بیا پیل کړي.

د کانګرس د دواړو جرګو دغه ډیموکراټ غړي په داسې حال کې د جمهوريپال ډونالډ ټرمپ له حکومته دغه غوښتنې مطرح کوي چې یو شمېر هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې د خپلو کیسونو پروسس ته انتظار باسي وايي په یوه بې برخلیکه حالت کې ژوند کوي.

دوی ټینګار کوي چې له دوو ورځو راهیسې د افغان کډوالو د نیولو لپاره د پاکستان د پولیسو عملیات چټک شوي له واشنګټنه یې وغوښتل چې امریکا ته د افغان کډوالو د انتقال لړۍ بېرته پیل کړي.

صدیقې عزیزي چې له دریو کلونو راهیسې په پاکستان کې د خپل "ایس ای وي" کیس پړاوونه بشپړوي، ازادي راډيو ته وویل: «موږ افغانستان ته په ستنیدو کې هیڅ راتلونکی نه لرو، نه کور لرو او نه امنیت لرو چې زموږ ماشومان په خوندي چاپیریال کې زده کړې وکړي، موږ خپل ټول مالونه وپلورل او په یو امید پاکستان ته راغلي وو چې کارونه مو پر مخ ولاړ شي خو اوس په نا هیلۍ او بې برخلیکه حالت کې یوو، تمه لرو چې د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر د افغان کډوالو د انتقال پروګرام په بیا پیل کې له موږ سره مرسته وکړي.»

په پاکستان کې یو بل افغان کډوال، یوسف عطایي ازادي راډيو ته وویل: «موږ له انتظار پرته بله چاره نه لرو، وګورو چې څه کیږي. هیله لرو چې د دې هیواد د سیاستوالو غوښتنې او غبرګونونه یوه مثبته پایله ولري او دا پروګرام بیا پیل شي.»

د کانګرس د استازو جرګې او د سناجرګې قضایي کمیټو دیموکرات غړو دغه شان په امریکا کې میشت افغان کډوالو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د دوام غوښتنه وکړه.

دوی ټینګار وکړ چې دا خدمتونه په متحدو ایالتونو کې له کډوالو سره د مرستې لپاره حیاتي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې دندې په لومړۍ ورځ د یوه اجرایي فرمان په صادرولو سره په دې هیواد کې د کډوالو د منلو پروګرام د درې میاشتو لپاره وځنډاوه.

د دغه فرمان په پایله کې زرګونه افغانان چې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره همکار وو او ډېری یې د پاکستان، قطر، متحده عربي اماراتو او البانیا په څير هیوادونو کې د خپلو کیسونو د څېړلو په تمه دي، خورا اندیښمن شوي.

د امریکا حکومت ويلي، ان هغه افغان کډوال چې په افغانستان کې د امریکا حکومت پخواني همکاران وو او دې هیواد ته لېږدول شوي، په سمه توګه یې امنیتي څیړنه نه ده شوې، نو له همدې امله یې امریکا ته د نورو کډوالو د انتقال کار ځنډولی دی.

XS
SM
MD
LG