د امریکا له لوري د درې میاشتو په مخه د ټولو بهرنیو مرستو له ځنډېدو، وروسته اوس د افغانستان د دولتي ادارو یو شمېر کارکوونکي ادعا کوي چې د طالبانو حکومت د دوی د معاشونو ورکړه ځنډولې ده.
د بېلابېلو ادارو دا کارکوونکي وايي چې له جدي ستونزو سره مخامخ دي.
یوه دولتي کارکوونکی، چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي وايي، دوی ته ویل شوي چې تر بل امر پورې دې د معاشونو اخیستلو ته په تمه شي:
"ما چې له مالي څانګې معلومات واخیستل، هغوی راته وویل چې ستاسې معاشونه تر بل امر پورې ځنډول شوي او هیڅ اجراات یې په برخه کې نه کېږي. د معاشونو راپور مالیې وزارت ته هم نه لېږدول کېږي. موږ د جدي میاشتې معاش نه دی ترلاسه کړی، اوس د دلوې میاشتې یوولسمه ده، معاشونه ځنډېدلي، ژمی دی، روژه هم رارسېږي، بل لور ته د لومړنیو توکو بیې لوړېږي، حیران یوو، ستونزې مو زیاتې شوي."
بل دولتي کارکوونکی هم چې د ورته ستونزې له امله نه غواړي نوم او د ادارې نوم یې په راپور کې یاد شي، ورته اندېښنې لري:
"زه یو دولتي کارکوونکی یم. له بده مرغه تر اوسه مو د جدي میاشتې معاش نه دی ترلاسه کړی، چارواکو هم وضاحت نه دی ورکړی چې ولې زموږ معاشونه ځنډول شوي. بل خوا داسې ویل کېږي چې ښايي معاشونه درې یا څلور میاشتې را نه شي، چې دا د کارکوونکو لپاره ډېره اندېښمنوونکې موضوع ده، ځکه زموږ بله هېڅ عایداتي سرچینه نشته."
تر دې مخکې هم ځینو دولتي کارکوونکو، په ځانګړي ډول ښځینه ښوونکو، ازادي راډیو ته ویلي وو چې د معاشونو ځنډېدو دوى اندېښمنې کړې دي.
دا اندېښنې داسې مهال دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته، د افغانستان په شمول ټولې بهرنۍ مرستې د درې میاشتو لباره ځنډولې دي.
ښاغلي ټرمپ ویلي چې د امریکا بهرنۍ مرستې او د هغوی بیروکراسي د امریکا له ګټو سره سمون نه لري او په ډېرو مواردو کې د دغه هېواد له ارزښتونو سره په ټکر کې دي.
راپورونه ښيي چې د امریکا د مرستو ځنډېدا د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان پر اقتصاد ژور اغېز کړی.
خو د طالبانو د حکومت وياند ذبیحالله مجاهد د دولتي کارکوونکو د معاشونو د ځنډېدو په اړه د اندېښنو په ځواب کې د دلوې د میاشتې په ۱۱مه په خپله ایکس پاڼه (پخوا ټویټر) کې د دوی د مالیې وزارت له قوله لیکلي، د دلوې میاشتې په جریان کې به د یو میلیون او څلوېښت زره دولتي کارکوونکو معاشونه ورکړل شي.
مجاهد زیاته کړې چې د هېواد بودجه داخلي سرچینې لري او د بهرنیو مرستو په رسیدو یا نه رسیدو پورې تړلې نه ده.