د نورستان په دریو ولسوالیو کې د کورني اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د یوې بهرنۍ مرستندویې ادارې په مالې کومک تر (۲۵۰) ډېرې شنې خونې جوړې شوي دي.
په یاد ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسولانو د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلې، دا شنې خونې د خوړو نړیوال پروګرام په مالې ملاتړ په برګیمټال، کامدیش او دواب ولسوالیو کې تجوړې شوي دي.
دوی وایي، نورستان د کرکېلې لږې ځمکې لرې چې هغه هم د غرونو په اړخونو او لوړو ژورو کې موقعیت لرې، همدا لامل دی چې ورته د اوبو رسول او ترې زیات حاصل ترلاسه کول ستونزمن دي.
د دوی په وینا، همدې ستونزو ته په کتو هڅه کوې چې په نورو ولسوالیو کې هم د مرستندویو ادارو په مالي همکارۍ دا ډول شنې خونې ورغوې.
کومو کورنیو ته چې شنې خونې جوړې شوي، پرې خوښ دي او وایي، د ولایت په زیاته برخه کې يي سړه هوا د دې سبب شوې چې ځمکې یو فصل وکړي.
خو د شنوخونو د جوړبدو په وسیله په هر موسم کې د تودو سېمو سبزیجات لرلی او ښه حاصل ترې ترلاسه کولی شي.
د کامدیش اوسیدونکي امین الله ازادی راډیو ته وویل:
«موږ ډیر خوشحاله یوو ځکه اوس چې موږ په کوم ځاي کې شنه خونه جوړه کړې ده په دې کې که هر څومره خوارې وکړو ، نو د کال په پای کې یا یو من یا هم دوه منه جوار را کوي، زحمت مو زیات او ګټه مو کمه ده. اوس مو په شنو خونو کې بادرنګ، رومیان او نوره ترکاري کرلې ده، په دې هیله یوو چې زیات حاصل او ښه ګټه به ترې ترلاسه کړو.»
د دواب ولسوالۍ اوسیدونکي حاجي محمد فاروق وویل، د شنو خونو جوړول يې په سیمه کې ډیر ګټور دي او د خلکو زیاتې ستونزې به ورسره هوارې شې.
«دغه شنې خونې چې په دواب ولسوالۍ کې جوړې شوې دي د غریب ولس لپاره ډېرې ګټورې دی، له همدې څخه به سبزیجات اخلي او د خپلو کورونو لګښتونه به ترې پوره کوې. له تمویل کوونکې موسسې څخه ولس غوښتنه کوي چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې دغه غریب ولس سره همکارې وکړې، ځکه ولس ډیر بې وسه او غریب دی، کارونو او بازار ته لاس رسی نه لرې.»
په نورستان کې د خوړو د نړیوالو پروګرام په مالي لګښت په داسې حال کې ۲۵۲ شنې خونې جوړېږې، چې د یاد ولایت ډیری سېمې سړه هوا لري، د کرکېلې وړ په نشت حساب ځمکې يي یو فصله دي چې له امله يې ځايي اوسیدونکي تل د خوراکي توکو له کمي سره مخامخ وي.