افغانستان ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له سفر او د طالبانو د حکومت او ایران ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکو تر څه رنک اخیستو وروسته، د ایران یوه جګپوړي امنیتي چارواکي ویلي له طالبانو سره د سرحدي کرښو د ټاکلو په برخه کې اختلافات لري.
ایسنا خبري اژانس د ایران د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال علياکبر پورجمشیدیان له قوله ویلي چې نوموړي د دغو اختلافاتو د حل او د دواړو خواوو ترمنځ د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه کړې ده.
دغه ایرانی چارواکي د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدي دیوال جوړولو ته په اشاره ویلي چې دا دیوال سرحد نه دی، بلکې د سرحدي امنیت لپاره جوړ شوی.
نوموړي زیاته کړې چې طالبان باید دې موضوع ته پام وکړي، ځکه کېدای شي ځینې ځایونه داسې وي چې اصلي سرحد د دیوال څخه وړاندې وي، او د سیمې جغرافیايي شرایطو ته په کتو، مهمه وه چې دیوال د سرحد له صفري نقطې څخه یو څه لرې جوړ شي.
یو شمېر امنیتي شنونکي له ډلې یې اسدالله ندیم وایي، افغانستان له خپلو ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي توګه له پاکستان او ایران سره، تل سرحدي شخړې لرلې دي خو په خبره یې د حل یوازینۍ لاره تفاهم، تاریخي اسناد، او ارشیفونو ته مراجعه کول دي.
ایرانی چارواکي: د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدي دیوال سرحد نه دی، بلکې د سرحدي امنیت لپاره جوړ شوی
"د افغانستان سرحدونه له پاکستان، ایران او نورو هېوادونو سره لا هم تر یوه حده ستونزې لري، خو ښه به دا وي چې افغان او ایراني لوري د مذاکراتو، تفاهم، او تاریخي مطالعاتو له لارې دا مسئله حل کړي، ځکه که دا موضوع یو اړخیزه او د کوم هېواد په ګټه حل شي، نو راتلونکي کې به ستونزې پیدا کړي چې د دواړو لوریو خلکو ته به سرخوږی جوړ کړي."
د ایران حکومت تل له افغانستان سره د سرحدي دیوال د جوړولو دلیل د افغان کډوالو د مخنیوي او د هغو ډلو د ګواښ کمول بللي، چې دوی یې "ترهګرې" بولي.
د ایران د ځمکنیو ځواکونو قوماندان وړاندې ویلي و چې تر دې دمه له افغانستان سره د سرحدي دیوال کار ۵۰ کیلومتره بشپړ شوی، او تمه ده چې د روان کال تر پایه ۱۰۰ کیلومتره نور جوړ شي.
سیاسي کارپوهه فاضله سروش وایي، د ایران حکومت اوس پوه شوی چې له طالبانو سره همغږي د دوی د ګټو د ټینګښت لپاره بېنتیجې ده، او دا به د ایران او طالبانو د اړیکو د خرابېدو پیل وي:
"په لومړیو کې، د اسلامي امارت له راتګ سره، ایران فکر کاوه چې کولی شي له طالبانو سره د سخت دریځو افکارو پر بنسټ همغږي ولري او خپلې ګټې به خوندي کړي، خو اوس پوه شوي چې دا امکان نه لري، او د امارت له لوري ورته ګواښ موجود دی."
د ایران د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال علياکبر پورجمشیدیان، داسې مهال د ایران او طالبانو ترمنځ د سرحدي کرښو د ټاکلو پر سر د اختلافاتو خبره کوي، چې تېر کال د دواړو لوریو ترمنځ دپه پولو کې سرحدي شخړې هم شوې وې.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت تر دغو نښتو وروسته ویلي و چې نه غواړي له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې ترینګلې شي، او ټینګار یې کړی و چې باید دا موضوعات له ډیپلوماتیکو لارو حل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روانې اوونۍ په پیل کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، کابل ته سفر وکړ او د طالبانو حکومت له چارواکو سره یې د هلمند د اوبو، د ګډو پولو د امنیت او د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه خبرې کړې وې.
په افغانسان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته دا لومړی ځل و چې یو لوړ پوړی ایرانی چارواکی کابل ته سفر کوي.