د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

ازادي راډیو درویشت کلنه شوه


د ازادي راډیو یو اورېدونکی د دې راډیو له خپرونو خوند اخلي- د ۲۰۱۰ د مې ۱۷ مه
د ازادي راډیو یو اورېدونکی د دې راډیو له خپرونو خوند اخلي- د ۲۰۱۰ د مې ۱۷ مه

کور په کور، پوله په پوله، په دفترونو او هم په موټرو کې ستاسې ملګرې راډیو، ازادي راډیو ۲۳ کلنه شوه.

دا درویشت کلن سفر یې د اورېدونکو، ارزونکو او خپله کارکونکو له نظره څنګه و؟

د ازادي راډیو دا ۲۳ کلن سفر څنګه و، اورېدونکي، ارزوونکي او خپله کارکوونکي یې په اړه څه نظر لري؟


د ننګرهار ولایت اوسېدونکی ۴۲ کلن صادق خان هغه څوک دی چې له کابو ٢٠ راهیسې دا راډیو اوري. نوموړی وايي:


" ازادي راډيو له کلونو راهيسې اورم ټولې خپرونې يې ښې دي خو مخکې مې د "ګوړې اچار" خپرونه ډېره اورېده اوس د "شنه آسمان لاندې" خپرونه ډېره اورم، ازادي راډيو له ډېر وخته اورم، زموږ پلرونو هم اورېده اوس مړه شوي الله دې وبښي، ډېرې ښې خپرونې نشروي مخکښه راډيو ده دوديزې او هر اړخيزې خپرونې لري د افغانستان په ګوټ ګوټ کې اورېدل کېږي"


د غزني ولايت اوسېدونکې کامله عزيزي وايي ماشومتوب يې له دې رسنۍ سره تړلی او ښې خاطرې ورنه لري.

نوموړې زیاتوي اوس ازادي راډیو د ټولنیزو شبکو له لارې تعقیوي او له تازه او پر وخت خبرونو یې ځان خبروي:


" موږ په کلي کې ژوند کاوه، په کلي کې نورې رسنۍ نه وې کومه رسنۍ چې ما ډېره اورېدله همدا آزادي راډيو وه ټولې خپرونې يې را په ياد دي او ټولې يې په زړه پورې وې، ادبي خپرونه چې هغه وخت اسد الله غضنفر وړاندې کوله ډېره راته په زړه پورې وه، همداسې ژوند په شېبو کې خپرونه، تاندې څانګې خپرونه همداسې د سندرو مېلمانه خپرونه به مو هغه وخت اورېده چې موږ به ډېر خوشحاله وو، نورې راډيو ګانې د وخت په تېرېدو تغیير کوي خو ازادي راډيو هغه راډيو ده چې هېڅ حالت او رژيم کې يې تغیير نه دى کړى او په يو حالت کې ده."

نورې راډيو ګانې د وخت په تېرېدو تغیير کوي خو ازادي راډيو هغه راډيو ده چې هېڅ حالت او رژيم کې يې تغیير نه دى کړى او په يو حالت کې ده."

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان له رسنیو سره د اړیکو کمېټې مسوول، ظاهر څراغ ازادي راډیو یوه بې پرې رسنۍ بولي:

" ازادي راډيو له دوو لسيزو څخه د زياتې مودې را په دې خوا د افغانستان د رسنيو په ډګر کې په ډېر ښه مسلکي او د بې پرې رسنۍ په توګه کار کړى، له بده مرغه د جمهوري نظام په نسکورېدو سره او د نوي حکومت په راتګ سره ازادي راډيو له بنديزونو سره مخ شوه، خو له دې بنديزونو او محدوديتونو سره سره ازادي راډيو تسليم نه شوه او خپل کار ته يې دوام ورکړى او د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د کره خبرونو په پوښښ کې يې مهم رول لوبولى."


د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې مشر قادر حبیب هم وايي، دا راډيو ځکه ډېر اورېدونکي لري چې په حقايقو ولاړه ده:


"له تېرو ٢٣ کلونو راهيسې هر کال د خلکو باور په ازادي راډيو ډېر شوى او په ځانګړي ډول په دې وروستیو کلونو کې چې رسنۍ له ډېرو محدوديتونو سره مخ دي ازادي راډيو دقت، کره والي او توازن ته لومړيتوب ورکړى، خلک ازادي راډيو ځکه خوښوي چې د ازادي راډيو خبريالان حقيقتونه را برسېره کوي او توضیح ورکوي چې پېښې د خلکو په ژوند څنګه اغيز کوي."

د افغانستان لپاره د ازادي اروپا/ ازادي راډیو څانګې د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ میاشتې په دېرشمه پرخپرونې پیل کړې.

د دې نړیوالې رسنۍ د هغه مهال مشر توماس ډاین په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل" د خبرونو او اطلاعاتو له لارې د یو سوله ییز او دیموکراتیک افغانستان جوړولو لپاره مرسته، موږ ته ویاړ دی."

د یادونې ده چې ازادي راډیو لومړی خبري او بیا ګڼي او مختلفي تعلیمي خپرونې پیل کړې چې د ډیری اوېدونکو زړونه یې خپل کړل.

خو د ازادي راډیو دا بریالی سفر دومره اسانه هم نه و او دا بریالیتوب د دې راډیو د همکارانو د بې دریغه هڅو تر څنګ د دوی یو شمېر د سر په قربانۍ ممکن شو.

د ازادي راډیو د کابل دفتر درې همکاران سباوون کاکړ، عبادالله حنانزی او محرم درانۍ د ۲۰۱۸ کال د اپریل په دیرشمه په کابل کې په بمي برید کې ووژل شول او په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي بیا د ۲۰۲۰ کال د نوومبر میاشتې په ۱۲ د ده په موټر پورې په نښلول شوي ماین چاودنه کې ووژل شو.

طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو ورسته د ۱۴۰۱ کال په لیندۍ میاشت کې په افغانستان کې د امریکا غږ اشنا راډیو او د ازادي راډیو په دوولس ساعته خپرونو بندیز ولګاوه، د دوی ادعا دا وه چې دې راډیوګانو د رسنیو د قانون سرغړونې کړي او ژورنالستیک اصول یې په پام کې نه‌دي نیولي او یو اړخیزې خپرونې کوي.

خو د ازادې اروپا / ازادي راډیو د هغه مهال عمومي رئیس جیمي فلای ویلي و: "ازادي راډیو به خپل ایدیټوریال اصول د طالبانو د غوښتنو مطابق بدل نه‌کړي. د تجربې له‌مخې پوهیږي چې د ازادي اورېدونکي د دې راډیو د موندلو لپاره ډېرې هڅې کوي. د حقیقت مخه څوک په بشپړه توګه نه‌شي نیولی."

ازادي راډیو اوس په لنډو څپو ۲۴ ساعته خپرونې لري او دغه شان په فیسبوک، ایکسپاڼه (پخواني ټوېټر) انسګرام، ټېلېګرام، یوټیوپ، ویبپاڼې او د وټس اپ له لارې هم فعالیت لري.

XS
SM
MD
LG